رییسی :مقاومت د اسلامي نړۍ د مشکلاتو د درملنې یوازنۍ نسخه ده
تاریخی تجروبه مونږ ته وایی چی د نړۍ ملتونه هر چیرته چی د سلطې او استکبار له بهیر سره په مقابله کې د مقاومت او دریدا لاره پرمخ نیولی ده ، بریالی شوي او عزت او خپلواکي ته رسیدلي دي .
د اسلامي ایران ولسمشر ښاغلی سید ابراهیم رییسی په ۳۳ ورځنی جنګ کې د صیهونیسټ رژیم د پوځ په وړاندې د لبنان د حزب ا... د بریالیتوب په مناسبت د زمري ۲۳ د اسلامي مقاومت ورځ ونوموله .
د ایران پریس له راپور سره سم ښاغلی رییسی د کابینې په غونډه کې د ایران په رسمی کال هینداره کی د زمری د ۲۳ نیټې د اسلامی مقاومت ورځې نومولو ته په اشارې سره د مقاومت د لوړ او اوچت مفهوم په لمانځلو سره وویل تاریخی تجروبه مونږ ته وایی چی د نړۍ ملتونه هر چیرته چی د سلطې او استکبار له بهیر سره په مقابله کې د مقاومت او دریدا لاره پرمخ نیولی ده ، بریالی شوي او عزت او خپلواکي ته رسیدلي دي .
ښاغلی رییسی د مقاومت د سترو سردارانو حاج قاسم سلیمانی او حاج حسین همدانی د یاد او نوم په لمانځلو سره وویل د ایران ملت او د سیمې او نړۍ درست ازادي غواړي د مقاومت د مبارزانو او قوماندانانو د مجاهدت او ځوان مردۍ قدرونه کوي .