د ایټمي خبرویوه موخه دامریکا لپاره له موافقې د وتلودلګښت ورکول دي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i119832-د_ایټمي_خبرویوه_موخه_دامریکا_لپاره_له_موافقې_د_وتلودلګښت_ورکول_دي
د ایران  د ایټمي مرکچي ټیم سلاکارد جامعې نړیوالې ایټمي موافقې  دروانو خبرو اترو یوه موخه  د امریکا لپاره  له دغې نړیوالې ایټمي موافقې د وتلو دلګښت زیاتیدل وبلل.
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Aug 17, 2022 02:57 Asia/Kabul
  • د ایټمي خبرویوه موخه دامریکا  لپاره له موافقې د وتلودلګښت ورکول دي

د ایران  د ایټمي مرکچي ټیم سلاکارد جامعې نړیوالې ایټمي موافقې  دروانو خبرو اترو یوه موخه  د امریکا لپاره  له دغې نړیوالې ایټمي موافقې د وتلو دلګښت زیاتیدل وبلل.

د ایران د  ایټمي مرکچي ټيم سلاکار محمد مرندي  له الجزیره ټيلیویژنی چینل سره په خبرو کې  ووئيل  په راتلونکي کې له هرډول موافقې څخه د امریکا د  وتلو لپاره د لګښت زیاتیدل ،یو داسې ضرورت دی چې  موخه ئې  دموافقې پیاوړتیا ده او دا به د درستو لورو په ګټه وي.

 دایران او ۴+۱ډلې ترمینځ  د نړیوالو ایټمی خبرواترو  نوی پړاؤد ایران په ضد د امریکا د ظالمانه بندیزونو  د ختمولو په چورلیزتوب سره  په نهائي مرحلې کې  روانې دي او پرون  دایران اسلامی جمهوریت  داروپائي  اتحادئې  وړاندیزي پیکیج ته خپل ځواب  ورکړی دی او ټاکل شوې ده چې  په دې باب له امریکائي لوري سره  داروپائي ټرائيکا خبرې اترې کیدونکي دي او ډیر زر  د جامعې نړیوالې ايټمي موافقې  د روانو خبرواترو نتیجه  روښانه شي.

محمد مرندي په  دغې مرکې کې ټينګار کړی دی ،ددغو لګښتو د زیاتولو  یو اړخ ، د ایټمي یا اقتصادي،سیاسی او حقوقي ضمانتونو  اخستل دي .

  د ایران د ایټمی مرکچي ټيم سلاکار روښانه کړې، له قتصادي ضمانته دایران مقصد ،د امریکا د بندیزونو په مقابل   کې د بهرنیو شرکتونو   خوندي ساتل او ورڅخه ملاتړ دی .