ایران او چین استراتیجیک ملګري دي
په نړیوالو چارو کې د اسلامي انقلاب د معظم رهبر سلاکار په تهران کې د چین له سفیر سره په لیده کاته کې چین د ایران د اسلامي جمهوریت استراتیجیک ملګری وباله.
په نړیوالو چارو کې د معظم رهبر سلاکار علی اکبر ولایتی په تهران کې د چین له سفیر چانګ هوا سره، د دواړو هیوادونو د اړیکو او د سیمه ایزو او نړیوالو مسایلو په هکله سلامشورې وکړې.
ولایتی په دغه لیده کاته کې د دواړو هیوادونو تر مینځ د استراتیجیکو اړیکو په پراختیا باندې په تاکید سره، وویل: چین په ځانګړي توګه د یوې لارې یو کمربند د نړیوالې پروژې په چوکاټ کې د خپلو اړیکو د پراختیا پلان مخته وړي چي په دې لړ کې د ایران مسیر او ظرفیتونو ته په جدي توګه پاملرنه شوې ده.
هغه زیاته کړه چي د افغانستان د راتلونکی په برابر هم د ایران او چین ګډ نظر خورا اهمیت لري،د افغانستان د اوسنیو ستونزو حل یوازې د ټول شموله حکومت په جوړېدو کې نغښتي دي چي د دې هیواد ولس هم ورڅخه ملاتړ کوي.
ولایتي همدارنګه د ناټو له یرغل سره د روسیې د مقابلې او د چین د ځمکني بشپړتیا په وړاندې د امریکې د ګواښونو په هکله، وویل: باید د دښمنانو د دسیسو، لاسوهنو او ګواښونو په وړاندې مقاومت وشي، ایران د امریکې د دغو اقداماتو غندنه کوي.
هغه نړیوالو او سیمه ایزو حالاتو ته په اشارې سره، د ایران، چین او روسیې تر مینځ ګډې همکارۍ خورا مهمي وبللې.
په تهران کې د چین سفیر، د دواړو هیوادونو تر مینځ د ملګرتیاو په پیاوړي کېدو باندې په تاکید سره، د تهران له لوري د یووموټي چین د سیاست له تعقیبولو څخه قدرونه وکړه، او د دواړو هیوادونو تر مینځ د اړیکو په پراختیا کې د جدي اقداماتو غوښتونکی شو.
چانګ هوا جوته کړه چي د ایران او چین اړیکې د متقابل احترام پر بنیاد ولاړ دي او د دواړو هیوادونو مشران په دې لړ کې زیاتې هلې ځلي کړي دي.