امریکا دي د ایران د ولس د ګټو د تضمین وکړي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i119854-امریکا_دي_د_ایران_د_ولس_د_ګټو_د_تضمین_وکړي
د ایران خارجه وزیر دې ته په اشارې سره چي د امریکې ځواب ته په تمه دي، وویل: هرکله چي مونږ د خپلو سرو کرښو په هکله ډاډ تر لاسه کړو او له موافقې څخه د ایران د اقتصادي ګټو تضمین وشي، بیا به د وروستي پړاو په اړه بحث وشي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 18, 2022 01:48 Asia/Kabul
  • امریکا دي د ایران د ولس د ګټو د تضمین وکړي

د ایران خارجه وزیر دې ته په اشارې سره چي د امریکې ځواب ته په تمه دي، وویل: هرکله چي مونږ د خپلو سرو کرښو په هکله ډاډ تر لاسه کړو او له موافقې څخه د ایران د اقتصادي ګټو تضمین وشي، بیا به د وروستي پړاو په اړه بحث وشي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان د برجام د ایټمي موافقې په هکله په ویانا کې د وزیرانو په کچه د خبرو اترو د مهالوېش په هکله خبریالانو ته وویل: مونږ د اروپایي اتحادیې د استازي په وسیله خپل نظرونه امریکې او نورو هیوادونه ته ورکړي دي او د هغوی د ځواب په تمه کې یو.

هغه زیاته کړه: مونږ باید ډاډ تر لاسه کړو چي زمونږ د سرو کرښو خیال ساتل شوی او موافقه د ایران اقتصادي ګټه تضمینوي.

د ایران خارجه وزیر په دوام کې یادونه وکړه چي د یادو مسایلو په هکله تر ډاډمن کېدو وروسته به د راتلونکو پړاوونو په هکله بحث وشي.