د ایران د پارلمان ملی امنیت کمیسیون:
امریکا دي ژر تر ژره د موافقې په هکله خپله پریکړه وکړي
Aug 18, 2022 01:51 Asia/Kabul
د ایران په پارلمان کې د ملی امنیت د کمیسیون غړی وویل چي امریکا دي پرېکړه وکړي چي د ایران د ولس د ګټو منلو ته چمتو دی او که غواړي خلافورزیو ته دوام ورکړي.
عباس مقتدایي زیاته کړه: د ایران او اروپایي لورو تر مینځ په همدې هکله پیغامونه لېږدول شوي دي، که هغوی پرېکړه وکړي چي د ایران د ولس ګټو ته ژمن ووسي، موافقه کېدونکې ده.
هغه خبرداری ورکړ چي که امریکا او اروپایي هیوادونو د تېرو وختونو په څېر یوازې په خبرو بسنه وکړي او خپلې ژمني عملي نه کړي، د جبراني اقداماتو مسئولیت به هغوی ته ور وګرځي.
ټیګونه