ایران له افغان ولس په ملاتړ کې له طالبانو سره تعامل کوي
ایران باورې دې که د افغانستان په حکومت کې د نورو ډلو مشارکت نه وی نو په دغه هیواد کې به امنیت ، ثبات او بیا رغاونه بڼّه غوره نکړی .
د ایران پریس له راپور سره سم د افغانستان په چارو کې د اسلامی ایران د ولسمشر استازی کاظمی قمی وویل د طالبانو له موقته دولت راتلو وروسته د تهران سیاست د افغانستان له ولس د ملاتړ لپاره له دغې ډلې سره تعامل دې .
ښاغلي کاظمي قمی له طالبانو سره په تعامل کې د اسلامی ایران د ټینګار وړ له مهمو اصولو د ټولو قومونو او لږکیو په شتون سره د پراخ بنسټه دولت جوړول وبلل او زیاته یې کړه ایران باورې دې که د افغانستان په حکومت کې د نورو ډلو مشارکت نه وی نو په دغه هیواد کې به امنیت ، ثبات او بیا رغاونه بڼّه غوره نکړی .
کاظمي قمي طالبان د افغانستان د ټولنې د واقعیت یوه برخه وبلل او جوته یې کړه په تیر یوه کال کې له طالبانو سره د اسلامي ایران تعامل له خلکو د ملاتړ او یوه ټول شموله حکومت په لور په حرکت په ټینګار سره دې .
ده همداراز په پولو کې امنیت ، له هیرمند د ایران د حقابه تامین ، د پولو په لور د ترهه ګرو ډلو مخنیوې او د نشه ایزو موادو د تولید او قاچاق کنټرول د طالبانو له موقته حکومت د ایران مهمې غوښتنې وبللې .