د برجام په موافقه کې د زیاتو غوښتنو اجازه نه ورکوو
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i119892-د_برجام_په_موافقه_کې_د_زیاتو_غوښتنو_اجازه_نه_ورکوو
د ایران د اسلامي جمهوریت د پارلمان مشر تاکید وکړ چي مقابل لوري که د ملګرو ملتونو له لوري د تائید شوې موافقې (برجام) باندې عمل نه وکړي، هغوی ته د لا زیاتو غوښتنو د مطرحولو اجازه نه ورکوو.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 19, 2022 11:25 Asia/Kabul
  • د برجام په موافقه کې د زیاتو غوښتنو اجازه نه ورکوو

د ایران د اسلامي جمهوریت د پارلمان مشر تاکید وکړ چي مقابل لوري که د ملګرو ملتونو له لوري د تائید شوې موافقې (برجام) باندې عمل نه وکړي، هغوی ته د لا زیاتو غوښتنو د مطرحولو اجازه نه ورکوو.

د ایران په ضد د امریکې د ظالمانه بندیزونو د لیري کولو په محوریت سره، د ایټمي مذاکراتو نوی پړاو د اګست د میاشتې په څلورمه په ویانا کې له سره پیل شو چي د اګست تر اتمي نیټې پورې دوام وکړ.

د مذاکراتو په دغه پړاو کې د اروپایي اتحادیې ږغملوونکی انریکه مورا د موافقې لپاره ځینې وړاندېزونه مطرح کړي دي.

په مذاکراتو کې ګډون کوونکي هیوادونه، د یادو مذاکراتو د پای ته رسولو غوښتونکي دي، لیکن د موافقې وروستي کېدا د ځینو موضوعاتو په هکله د امریکې له پرېکړو سره تړاو لري.

د ایران د پارلمان مشر محمد باقر قالیباق په یو لړ مراسمو کې وویل: په تېر حکومت کې د برجام د ایټمي نړیوالې موافقې تر لاسلیک وروسته، د امریکې ولسمشر ټرامپ په خپلو ژمنو عمل نه وکړ او د ملګرو ملتونو د تائید په اپوټه، د ملګرو ملتونو د پریکړه لیک څخه په سرغړوی سره، په ایران باندې بندیزونه ولګول.

قالیباف د دې په بیانولو چي امریکا تل د زور خبره کوي، زیاته کړه: که د امریکې او د هغه د ملګرو په وړاندې نه ودرېږو، هغوی نور هم سپین سترګې کیږي، په دې خاطر باید ځانونه ځواکمن کړو.

د ایران د پارلمان مشر همدارنګه وویل: د نن سبا په اقتصادي جنګ کې تر ټولو مهم او لومړی قانون د پارلمان له لوري بندیزونو سره د مقابلې د قانون تصویبېدا ده، ځکه چي مونږ د دغه ظالمانه جنګ د ختمېدو غوښتونکي یو.

قالیباف تاکید وکړ: که هغوی په خپلو ژمنو عمل نه وکړي، ایران ته هم پکار نه دی چي په ایټمي ډګر کې په خپلو ژمنو پاتي شي، د ایټمي فعالیتونو په ډګر کې یوازې د نړیوالو پلټنو په چوکاټ کې همکاري کوو، مګر دا چي امریکا او ملګرو یې په خپلو وعدو باندې عمل وکړي.

د ایران پارلمان مشر یادونه وکړه چي امریکایان لومړي د برجام له نړیوالې ایټمي موافقې څخه ووتل، دې ته په کتو سره که هغوی د مطرح شویو شرایطو سره عمل وکړي، د ایران اسلامي جمهوریت به هم د یادې موافقې په چوکاټ کې خپلې ژمني عملي کړي.

قالیباف وویل: استکباري نظام چي په سر کې امریکا ده، د اسلامي جمهوریت له نظام سره دښمني لري ځکه چي د ایران اسلامي جمهوریت هیڅکله دوي سره، نه یو ځای کیږي.