د امارات سفیر تر اوو کلونو وروسته تهران ته راستنیږي
د امارات د بهرنیو چارو وزارت ویلي چي په راتلونکو ورځو کې به خپل سفیر ته ولېږدوي.
د امارات د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیانیه کې ویلي چي د تهران او ابوظبي تر مینځ د موافقې له مخې به «سیف محمد الزعابی» د امارات د سفیر په توګه تهران ته ولېږدول شي.
په بیانیه کې راغلې: چي له دې کار څخه هدف د دواړو هیوادونو تر مینځ د اړیکو د کچې لوړېدا ده.
د امارات د بهرنیو چارو وزارت ویلي چي الذابی به په راتلونکو ورځو کې د ډیپلماټیکو چارو د مخته بېولو او د دوه اړخیزو اړیکو د ږغملتیا په موخه په تهران کې ځای پر ځای کیږي.
امارات له څو کلونو را په دې خوا ایران کې سفیر نه دی درلودلي خو په امارات کې د «خلیفه بن زاید آل نهیان» تر وفات وروسته د «خلیفه محمد بن زاید»د حکومت په راتلو سره، دغه هیواد د سیمې له هیوادونو سره د اړیکو د پراختیا په لور ګامونه اوچت کړي دي.