د پوځ ستره ډرون مانوره د ایران د پوځي اقتدار اوقدرت سمبول
په تیرو کلونو کې د ایران تمرکز په دې حوزې کې په دو عنصرونو کمیت او کیفیت ولاړ دې او نن په سیمه ایز قدرت بدل شوی دې او د ډرون ټیکنالوجۍ درلودونکیو هیوادونوترمینځ ځانګړې ځای لري .
د اسلامي ایران د پوځ د ۱۴۰۱کال دډرون الوتکو ګډه مانوره د اګست د ۲۴ له سهاره پیل شوی ده . دغه مانوره په څه د پاسه ۱۵۰ ډرون الوتکو شتون سره له خلیج فارس او عمان سمندرګی نیولی تر د ایران ختیځ ، لویدیځ ، شمال او مرکزه پورې پیل شوی ده . دغه مانوره به دوه ورځې دوام ولری . دا لومړې ځل دې چی د ډرون الوتکو مانوره په ګډه ترسره کیږی .
د پوځ د عملیاتو مرستیال او د ډرون د ګډې مانورې ویندوی امیر سید محمود موسوي د نهې په ورځ په اصفهان کې ویلی وو سبا تر یو زر کلومیټره په واټن کې د هیواد په مختلفو سیمو کې له اډو او مرکزونو د څه د پاسه ۱۵۰ درون الوتکې الوته وکړی تر څو خپل ماموریتونه ترسره کړي .
په وروستیو دریو لسیزو کې د ایران د ډرون الوتکو پرمختګونه اوڅاره دي او په تیرې یوې لسیزې کې د ایران جوړوډرون الوتکو سیمه ایزو نښتو رامینځته کیدا ته په پام سره په هر اړخ کې خپل ارزښت ښودلی دې . د اسلامی ایران پوځ توانیدلې دې په ډرون الوتکو زمینه کې ډیرې زیاتې بریاوې ترلاسه کړې شي چی دغو بریاو ایران په سیمه کې دډرون په بریلاسی قدرت بدل کړی دې . د ایران د درون الوتکو قدرت د ایران د مځکنی او سمندری پولو امنیت او ساتنه ډیره پراخه کړی ده .
په تیرو کلونو کې د ایران تمرکز په دې حوزې کې په دو عنصرونو کمیت او کیفیت ولاړ دې او نن په سیمه ایز قدرت بدل شوی دې او د ډرون ټیکنالوجۍ درلودونکیو هیوادونوترمینځ ځانګړې ځای لري .
د پوځ دغږملونکی مرستیال امیر سیاری هم ویلی دی د سیمې او هیواد امنیت باید پخپله تامین کړو او که مقرره شی بل څوک مونږ لپاره امنیت تامین کړی نو دا د عاریه ای امنیت په معنا دې چی اصلا ارزښت نلری .
دې ته په پام سره چی د اوکراین او قره باغ دجنګونو په شان په وروستیو جنګونو کې د درون الوتکو مهم رول جوت شوی دې ، نو ځکه د ایران درستیز والۍ ، د وسله وال ځواک د دفاع وزارت په ملګرتیا سره د نویو جنګونو له ماهیت په شناخت سره په سمه د ایران د ډرون د وسونو د زیاتولو لاره تعقیبوی . په ننیو جنګونو کې په راز راز دفاعی ، یبرغلیزو ، مځکنی ، سمندری ، هوایی ، دافع هوایی ، او په دفاعی اړخونو ، پیژندلو ، څارونکی ، الیکټرونیک جنګ ، د جوپو وړلو او په لسګونو نورو عملیاتو او ماموریتونو کې ډرون د نښتې په رودو او تجهیزاتو کې لوړ ځای پیدا کوی . له ځانی او مالی نظره کم لګښته الوت ، د ډرون الوتکو لوړې ځانګړنې دي . دغو زریاتو امتیازاتو ته په پام سره ډرون الوتکې د نویو جنګونو په ډګر کې اسلامی ایران توانیدلې دې په پوځی ډګر کې په ځای متخصصانو ، ماهرانو او داخلی وسونونو او ظرفیتونو په تکیې سره عظیم ډرون ځواک رامینځته کړې شی چی په افندی او پدافندی اړخونو کې له سیمه ایزو او له سیمې وراخوا دښمنانو سره د مقابلې وس او توان لري .