د ایران د خارجه وزارت ویاند: د امریکې ځواب ترلاسه شو
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i120096-د_ایران_د_خارجه_وزارت_ویاند_د_امریکې_ځواب_ترلاسه_شو
د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند د بندیزونو د ختمولو په مذاکراتو کښې د پاتې موضوعاتو د هواري لپاره د ایران نظراتو ته د امریکې د حکومت د ځواب د ترلاسه کیدو خبر ورکړ
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 25, 2022 01:20 Asia/Kabul
  • د ایران د خارجه وزارت ویاند: د امریکې ځواب ترلاسه شو

د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند د بندیزونو د ختمولو په مذاکراتو کښې د پاتې موضوعاتو د هواري لپاره د ایران نظراتو ته د امریکې د حکومت د ځواب د ترلاسه کیدو خبر ورکړ

د ایران د خارجه وزارت ویاندوي ناصر کنعاني چافي پرون د خبرواترو د اروپايي غږملونکي له لارې د بندیزونو د ختمولو په مذاکراتو کښې د پاتې موضوعاتو د هواري لپاره د ایران د اسلامي جمهوریت نظرونو ته د امریکې د حکومت د ځواب د ترلاسه کیدو په اعلان سره وویل: د امریکايي لوري د نظراتو کره څیړنه پيل شوې او ایران به د څیړنو له بشپړولو وروسته په دې لړ کښې خپل نظریات غږملونکي ته اعلان کړي.

د ایران خلاف د امریکې د بندیزونو د ختمولو په چورلیزتوب سره د مذاکراتو نوی پړاؤ چې د آګست له څلورمې نیټې په ویانا ښار کښې پیل شوی و، د آګست په اتمه پاې ته ورسید.

د خبرواترو په دغه پړاؤ کښې د اروپايي اتحادیې د غږملونکي انریک مور له خوا څو وړاندیزونه وشول.

د ایران خلاف د غیرقانوني او ظالمانه بندیزونو د ختمولو په چورلیزتوب سره د ویانا په خبرواترو کښې ګډون کونکي کابو ټول هیوادونه زرترزره د مذاکراتو د جمع بندۍ غوښتونکي دي خو فاینل موافقې ته رسیدل د پاتې څو مهمو موضوعاتو په هکله د امریکې سیاسي پریکړو ته معطل دي.