د ایران خارجه وزیر:
افریقایي هیوادونو سره اقتصادې اړېکې د ایران د بهرني سیاست لومړیتوب
د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر له افریقایي هیوادونو او په تېره بیا تانزانیا سره د اقتصادي اړیکو پراختیا د ایران د بهرني سیاست له لومړیتبونو وباله.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان د ایران او تانزانیا د سوداګرو په غونډه کې چي په دارلسلام کې تر سره شوه، د ایران د اسلامي جمهوریت صنعتي او ټکنولوژی ظرفیتونو ته په اشارې سره، تانزانیا او نورو افریقایي هیوادونو سره د اړیکو پراختیا خورا مهم وباله.
هغه د دې په بیانولو چي افریقا تل د ایران په اقتصادي ډیپلماسۍ کې مهم ځای درلودلی دی، زیاته کړه: په دې زمینه کې تانزانیا د افریقې یو تر ټولو مهم هیواد دی چي تل د ایران په بهرني سیاست مهم ځای لري او دواړه هیوادونه تل یو بل ته په مثبت نظر کتلي دي.
عبداللهیان وویل: ټانزانیا په کړهنیزو، معدنونو، مالدارۍ، صنعت، ټوریسم او کب نیونه کې له لوړو ظرفیتونو برخمن دی، چي دغه غونډه د دواړو هیوادونو تر مینځ د تجارتي ودې ته د ګروهنې ښودنه کوي.
د ایران خارجه وزیر د دواړو هیوادونو تر مینځ د پروګرامونو د تعقیبونې لپاره د ګډ اقتصادي کمیسیون په جوړولو تاکید وکړ او دغه کار یې د دواړو هیوادونو تر مینځ د همکاریو پیلامه وباله.