فرانسه په اټومي خبرو کښې زیاتې ستونزې رامینځته کوي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i120324-فرانسه_په_اټومي_خبرو_کښې_زیاتې_ستونزې_رامینځته_کوي
ایران پریس خبري اژانس وايي د ایران د اټومي انرژۍ د ادارې مشر محمد اسلامي د اټومي ټیکنالوژۍ په حوزه کښې د هیواد بریاو ته په اشارې سره ټینګار وکړ فرانسه په اټومي خبرو کښې تر ټولو زیات مزاحمت رامینځته کوي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 29, 2022 23:37 Asia/Kabul
  • فرانسه په اټومي خبرو کښې زیاتې ستونزې رامینځته کوي

ایران پریس خبري اژانس وايي د ایران د اټومي انرژۍ د ادارې مشر محمد اسلامي د اټومي ټیکنالوژۍ په حوزه کښې د هیواد بریاو ته په اشارې سره ټینګار وکړ فرانسه په اټومي خبرو کښې تر ټولو زیات مزاحمت رامینځته کوي.

هغه وویل هغه شیطنت، خباثت او فتنه چې د ایران د اټومي صنعت د بڼه له خپلیدا راهسې د منافقینو ډلۍ په وسیله رامینځته شوه  د دې لپاره ده چې هغوې په شور ماشور جوړولو سره غواړي د ایران د اټومي فعالیتونو سوله ییز والی او وجاهت تر پوښتنې لاندې ورولي.

د ایران د اټومي انرژۍ ادارې مشر محمد اسلامي په دې خبرې سره چې فرانسې د اټومي موضوع د تاریخ په اوږدو کښې په ایران تر ټولو زیات ظلم کړی دی وویل  پاریس د ایران له پیسو یو میلیارډ ډالره واخیستل چې د اټومي سونګو په څرخې کښې پانګونه وکړي خو تر ټولو زیات مزاحمت هم فرانسې په اټومي خبرو کښې د اټومي سونګو په څرخې کښې رامینځته کړی دی.