ایران روسیې ته د اروپا د یوه مسوول پیغام وړی دی
فارس خبري اژانس وايي د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان په دې خبرې سره چې د روسیې لپاره مو د اوکراین په موضوع کښې د اروپا د یوه مشر پیغام وړ دی وویل
په اوکراین کښې د جنګ د ختمیدا او د سولې او د ارامښت له ټینګیدا سره د مرستې لپاره یوشمیر ایډیاګانې مطرح دي.
د ایران د باندنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان پرون په ماسکو کښې د روسیې د بهرنیو چارو له وزیر سرګي لاوروف سره له کتنې او خبرو اترو وروسته په ګډ خبري کانفرنس کښې وویل د ایران اسلامي جمهوریت په تر ټولو لوړه سویه د اوکراین په هکله خپل دریځونه بیان کړي دي.
هغه په دې خبرې سره چې د اوکراین په مسلې کښې ځینې انساني موضوعګانې ، بندیان او دغه راز د زاپروژیا اټومي بټۍ مسلې ته پام اوښتی دی وویل له دغه حالته د وتلو لپاره باید له ټولو موجودو ظرفیتونو استفاده وشي.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان ډاګینه کړه ایران چې په سوله ییزې اټومي موضوع کښې په دنیا کښې یو اصلي لوبغاړی دی د اوکراین د زاپروژیا اټومي بټۍ او د هغې ګیر چاپیر د امنیت د ټینګولو لپاره هر ډول ملګرتیا او هڅې کولو ته چمتو دی.
هغه دغه راز د بایکاټونو د ختمیدا خبرو ته په اشارې سره پایداره موافقې ته د رسیدا لپاره د ایران د جدیت خبره وکړه او ټینګار یې وکړ که چیرې امریکا واقع بینانه عمل وکړي او موجوده متن پیاوړی کړي نو موافقې ته رسیدل اسان دي.
د روسیې خارجه وزیر سرګي لاوروف هم په دغه خبري کانفرنس کښې وویل ماسکو په اوسني پړاو کښې د اټومي موافقې د احیا له نهايي متن څخه راضي دی.