له پاکستان سره دپوځي ملګرتیاؤ دپراختیا لپاره هیڅ محدودیّت نه لري
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i120458-له_پاکستان_سره_دپوځي_ملګرتیاؤ_دپراختیا_لپاره_هیڅ_محدودیّت_نه_لري
سردار باقري  د ایران په ضد د وسلو دبندیزونو د موضوع په باب هم ووئیل ، یونیم کال کیږي چې  دملګروملتو د وسلو بندیزونه ختم شوي دی او له دې امله  ایران له هیڅ ډول محدودیّتونو سره مخ نه دی او اوس یوازې د امریکا  له یو اړخیزو اوظالمانه بندیزونو مخ دی،پر دې اساس  له پاکستان سره دپوځي ملګرتیاؤ په پراختیا کې  هیڅ محدودیت نشته.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Sep 02, 2022 01:16 Asia/Kabul
  • له پاکستان سره دپوځي ملګرتیاؤ دپراختیا لپاره هیڅ محدودیّت نه لري

سردار باقري  د ایران په ضد د وسلو دبندیزونو د موضوع په باب هم ووئیل ، یونیم کال کیږي چې  دملګروملتو د وسلو بندیزونه ختم شوي دی او له دې امله  ایران له هیڅ ډول محدودیّتونو سره مخ نه دی او اوس یوازې د امریکا  له یو اړخیزو اوظالمانه بندیزونو مخ دی،پر دې اساس  له پاکستان سره دپوځي ملګرتیاؤ په پراختیا کې  هیڅ محدودیت نشته.

 د ایران دپوځ لوي درستیز سردار محمدباقري  پرون په تهران کې دپاکستان دپوځ دهوائي ځواک له قوماندان جنرال ظهیر احمد سره په کتنې کې  په پاکستان کې په وروستیو سیلابونو غمراځي ښکاره کړې او هیله ئې ښودلې د پاکستان حکومت زرترزره  پر طبیعي پيښو غلبه وکړي او ددغه هیواد د ولس مشکلات ختم شي، ددې په ترڅ کې چې ایران به  دخپل توان ترحده، دسیلاب له امله د رامینځةشوو مشکلاتو دحل لپاره  مرسته وکړي.

سردار باقري  د ایران په ضد د وسلو دبندیزونو د موضوع په باب هم ووئیل ، یونیم کال کیږي چې  دملګروملتو د وسلو بندیزونه ختم شوي دی او له دې امله  ایران له هیڅ ډول محدودیّتونو سره مخ نه دی او اوس یوازې د امریکا  له یو اړخیزو اوظالمانه بندیزونو مخ دی،پر دې اساس  له پاکستان سره دپوځي ملګرتیاؤ په پراختیا کې  هیڅ محدودیت نشته.

هغه په دې په ټينګار سره چې  دایران اوپاکستان  اړیکې تل مخ په وده دي،روښانه کړه، ددواړو هیوادونو پوخي قوماندانانو  داړیکو او مناسباتو په پراختیا کې ځانګړی رول درلودلی دی.

 د پاکستان دپوځ دهوائي ځواک قوماندان  هم په دغې کتنې کې زیاته کړې ده، د دواړوهیوادونو اړیکې په قطعی ډول د واکوالانو اوډيپلوماټانو پر اړیکومثبتې اغیزې شیندلی شي ، همداراز د ایران او پاکستان  ملتونه ، ډيرو زیاتوکلتوری او دیني مشترکانو په دلیل له یوه بل سره ډير نزدې دي.

Image Caption

 

همداراز د ایران داسلامی جمهوریت دفاع وزیر سردار محمد رضا آشتیاني هم  دپاکستان د هوائي ځواک له قوماندان جنرال ظهیر احمد بابر سره په کتنې کې  ووئيل ،امریکا اولویدیځ غواړي، ددنیا په درستو سټراټيژیکو سیمو کې  خپل یو اړخیزکړچارونه ،لاسوهنې او خپلې خوښې پلی کړي چې  د اوکراین بدلونونه ئې له همدې نظره  یوه نتیجه ده.

 محمد رضا آشتیاني  ددې خبرې په کولو سره چې  دمګړۍ نړیوال شرائط اوبدلونونه   په لازیات پیچلی وضعیّت کې دي زیاته کړه ،امریکایانو په افغانستان کې  ددغه  هیواد له شل کلن نیواکه وروسته په سربدالۍ  اولالهاندۍ کې  له  افغانستانه وتلو ته مجبوره  شول . سردارآشتیاني  روښانه کړه ،پاکستان او ایران  په سیمه یزو او داسلامی نړۍ په بدلونونو کې مهم اواغیزشیندونکی موقعیّت  لري او پاکستان تل  د ایران د اسلامی جمهوریت په بهرني سیاست کې ځانګړی ځاي لري.

 د پاکستان  دپوځ د هوائي ځواک قوماندان  جنرال ظهیر احمد بابر سدهو هم په دغې کتنې کې  دایران د هوائي صنعت پرمختګونو ته په اشارې سره ، د ګډې ټيکنالوجۍ د پارکونو د جوړولو ،دپوهنتوني  وصنعتي ملګرتیاؤ  او دهوافضا دچارو په باب د ګډو پلانونو اوآزمیښتځایونو دجوړولو او دپلاؤ دتګ راتګ دزیاتولو غوښتنه وکړه.