اسلامي جمهوریت د استکبار اووه سرې اژدها وشړله
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i120528-اسلامي_جمهوریت_د_استکبار_اووه_سرې_اژدها_وشړله
د اسلامي انقلاب معظم رهبر: د ایران اسلامي جمهوریت له اهل بیتو څخه په الهام اخیستو سره د استکبار اووه سرې اژدها په شا وتنبوله او پرمختګ یې وکړ
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Sep 03, 2022 10:59 Asia/Kabul
  • اسلامي جمهوریت د استکبار اووه سرې اژدها وشړله

د اسلامي انقلاب معظم رهبر: د ایران اسلامي جمهوریت له اهل بیتو څخه په الهام اخیستو سره د استکبار اووه سرې اژدها په شا وتنبوله او پرمختګ یې وکړ

د اسلامي انقلاب معظم رهبر د اهل بیت علیهم السلام د نړیوالې ټولنې د غړو او د دغې ټولنې په اوومې غونډې کښې د ګډونوالو میلمنو په کتنه کښې وویل: د ایران اسلامي جمهوریت له اهل بیتو څخه په الهام اخیستو سره د استکبار اووه سرې اژدها په شا وتنبوله او پرمختګ یې وکړ.

د ایران د اسلامي انقلاب معظم رهبر حضرت آیت الله العظمی سید علي خامنه اي نن په دغې کتنې کښې، په اسلامي نړۍ کښې د رسول الله مبارک د اهل بیتو محبوبیت او عظمت بې سارې وباله او ټینګار یې وکړ چې اسلامي ایران د سلطې د نظام په وړاندې د اهل بیتو د بیرغچي په توګه باوري دی چې په اسلامي دنیا کښې هیڅ مذهبي، قومي، فرقه ايز او توکمیز توپير او واټن حقیقي نه دی او یوازنې حقیقي واټن او فاصله د کفر او نړیوال استکبار له جبهې سره د اسلامي دنیا سرحد او پوله ده.

دوي زیاته کړه: نن سبا د ایران اسلامي جمهوریت د یو سمبول او ژوندي حقیقت په توګه توانیدلی چې د ډول ډول دښمنیو او بریدونو په وړاندې ټینګ اودریږي او دغه تازه راټوکیدلې نیالګی په سترې ونې بدل کړي، البته له سمبول جوړیدو مقصد له سیاسي جوړښت څخه الګو اخیستل نه دي بلکې د امام خمیني په اصولو باندې منګولې لګول دي.

د اسلامي انقلاب معظم رهبر د زوروینو او بدماشیو په وړاندې اودریدنې ته د نورو ولسونو هڅول د سلطې د نظام د قهریدو او د هغوي د دشمنۍ یوه وجه وبلله او ویې ویل: په مختلفو هیوادونو کښې د امریکې د جنایتکارو پلانونو شنډول چې یوه نمونه یې داعش وه، له ایران او شیعه مکبت څخه د ویرونې د پرله پسې تبلیغاتو او په نورو هیوادونو کښې په لاسوهنې باندې د ایران د تورنولو سبب شوي دي.

حضرت آیت الله العظمی خامنه اي په دې ټکي باندې په ټینګار سره چې د ایران اسلامي جمهوریت په نورو هیوادونو کښې هیڅ دخالت او لاسوهنه نه کوي، د سلطه پالو تور لګونې د اسلامي نظام د پام وړ پرمختګونو په مخنیوي کښې د هغوي د عاجزۍ او ناتوانۍ له امله وبللې او زیاته یې کړه: البته د استکباري سیاستونو په وړاندې ټول باید هوښیار ووسي او ورسره ملګرتیا ونه کړي.

د اسلامي انقلاب ستر لارښودد د استکبار اوسنې سیاست په اسلامي نړۍ کښې د توپیرونو او غیرحقیقي واټنونو ستر ښودل وبلل او څرګنده یې کړه چې د شیعه او سني، عرب او عجم، له شیعه سره د شعه او له سني سره د سني مسلمانانو د جنګولو لپاره پلاننګ او لمسول د سترې شیطانې یعنې امریکې سیاست دی چې په وړاندې یې هوښیاري پکار ده.

حضرت آیت الله العظمی خامنه اي په پاې کښې څرګنده کړه: د اسلامي دنیا راتلونکی یو روښانه راتلونکی دی او شیعه ټولګه په کښې ستر رول لوبولی شي.