ایران د موافقې د مسودې د متن تشې نه مني
مرندي دې ته په اشارې سره چی اروپا د انرژۍ له فلج کونکی کړکیچ سره مخامخ ده ټینګار وکړ ایران د موافقې د مسودې د متن شکونه یا تشې نه منی .
د ویانا په مزاکزاتو کې د ایران د خبرواتروکونکی ټیم سلاکارمرندي دې ته په اشارې سره چی اروپا د انرژۍ له فلج کونکی کړکیچ سره مخامخ ده ټینګار وکړ ایران د موافقې د مسودې د متن شکونه یا تشې نه منی .
د ایران پرضد د غیر قانوني او ظالمانه بایکاټونو د ختمیدا په چورلیز سره د ویانا د خبرو اترو په نوي پړاو کښې چې د اګست د میاشتې له څلورمې تر اتمې نیټې پورې ترسره شو د اروپايي اتحادیې د غږملونکي انریکه مورا لخوا څو وړاندیزونه مطرح شول.
د ایران اسلامي جمهوریت د اګست د میاشتې په پینځلسمه نیټه د اروپا د غږملونکي د وړاندیزي متن په هکله چې پکښې د اټومي تړون په کامل ډول د اجرا د له سره پیلیدا لاره بیان شوي وه خپل لیکلی ځواب وړاندې کړ او ویې ویل که امریکا له حقیقت او نرمښت څخه ډک غبرګون ولري نو موافقه به ترلاسه شي.
د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند ناصر کنعاني چافي هم د بایکاټونو د ختمولو د احتمالي موافقې د مسودې د متن په هکله د امریکا د ځواب په باره کښې د ایران د اسلامي جمهوریت د نظرونو د استول کیدا خبر ورکړ او ویې ویل استول شوی متن د خبرو اترو د نهايي کیدا په هدف سره رغنده کړچار لرونکی دی.
دا په داسې حال کښې دي چې د فرانسې ولسمشر امانوئل ماکرون هم د لویدیځو هیوادونو لخوا د تضمین له ورکولو پرته د ویانا په خبرو کښې د موافقې د منلو لپاره د ایران پرضد د عمومي افکارو د دباو د زیاتولو لپاره د لویدیځو هیوادونو د هڅې په دوام کښې هیله وکړه چې په راتلونکو ورځو کښې د اټومي موافقې او د بایکاټونو د ختمیدا په خبرو کښې له ایران سره موافقه لاسلیک شي.
د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت مرستیال وډانټ پاټیل هم د اروپايي اتحادیې د خارجي سیاست د مسوول مرستیال انریکه مورا ته د ایران د ځواب له استولو څو ساعته وروسته د ایران په ځمکه کښې د توپ د اچولو لپاره په هڅې سره ادعا وکړه چې د تهران ځواب رغنده نه و.