ایران ،یمن کښې د ملګروملتونو د هڅې ملاتړ کوي
ایسنا خبري اژانس وايي د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو اړیکو د سټراټيژیکې شورا مشر سید کمال خرازي د یمن په چارو کښې د ملګروملتونو له ځانګړي استازي هانس ګرونډ برګ سره په کتنه کښې ټینګار وکړ
د یمن د کړکیچ په وړاندې د ملګروملتونو د سیاست اصلاح کول به د اوربند په ټینګیدا کښې د دغه ادارې د بریالیتوب عامل وي.
کمال خرازي وویل ایران په یمن کښې د اوربند د دوام لپاره د ملګروملتونو د ماموریت کامل ملاتړ کولو ته چمتو دی.
خرازي وویل د دغو هڅو نتیجه باید د پردیو هیوادونو له لاسوهنې پرته د یمن د خلکو ترمینځ د خبرو اترو پیلیدل او د یمن د بیا ابادونې او د خلکو د ازادۍ پراساس د سیاسي نظام ټینګیدل ووسي.
د ایران د خارجي اړیکو د سټراټيژیکې شورا مشر کمال خرازي وویل هغه مهم عامل چې په یمن کښې د اوربند په ساتلو کښې د ملګروملتونو د ماموریت د بریالیتوب سبب ګرځي د دغه ادارې د بې طرفۍ ثابتول او په سعودي عربستان او متحده عربي اماراتو باندې د وسلو د خرڅولو د بندولو لپاره په امریکا باندې د دباو راوستل دي ځکه که چیرې په دغو دوو عربو هیوادونو باندې د وسلو خرڅول بند نشي د یمن جنګ به دوام ولري.
کمال خرازي د وروستي اوربند د خلاف ورزۍ موردونو ته په اشارې سره وویل که چیرې یو لوری په کامل ډول په خپلو ژمنو عمل ونکړي او د شوي موافقې خلاف ورزۍ وکړي نو اوربند به بې ګټې وي.