ایران ،یمن کښې د ملګروملتونو د هڅې ملاتړ کوي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i120590-ایران_یمن_کښې_د_ملګروملتونو_د_هڅې_ملاتړ_کوي
ایسنا خبري اژانس وايي د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو اړیکو د سټراټيژیکې شورا مشر سید کمال خرازي د یمن په چارو کښې د ملګروملتونو له ځانګړي استازي هانس ګرونډ برګ سره په کتنه کښې ټینګار وکړ
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Sep 05, 2022 00:35 Asia/Kabul
  • ایران ،یمن کښې د ملګروملتونو د هڅې ملاتړ کوي

ایسنا خبري اژانس وايي د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو اړیکو د سټراټيژیکې شورا مشر سید کمال خرازي د یمن په چارو کښې د ملګروملتونو له ځانګړي استازي هانس ګرونډ برګ سره په کتنه کښې ټینګار وکړ

د یمن د کړکیچ په وړاندې د ملګروملتونو د سیاست اصلاح کول به د اوربند په ټینګیدا کښې د دغه ادارې د بریالیتوب عامل وي.

کمال خرازي وویل ایران په یمن کښې د اوربند د دوام لپاره د ملګروملتونو د ماموریت کامل ملاتړ کولو ته چمتو دی.

خرازي وویل د دغو هڅو نتیجه باید د پردیو هیوادونو له لاسوهنې پرته د یمن د خلکو ترمینځ د خبرو اترو پیلیدل او د یمن د بیا ابادونې او  د خلکو د ازادۍ پراساس د سیاسي نظام ټینګیدل ووسي.

د ایران د خارجي اړیکو د سټراټيژیکې شورا مشر کمال خرازي وویل هغه مهم عامل چې په یمن کښې د اوربند په ساتلو کښې د ملګروملتونو د ماموریت د بریالیتوب سبب ګرځي د دغه ادارې د بې طرفۍ ثابتول او په سعودي عربستان او متحده عربي اماراتو باندې د وسلو د خرڅولو د بندولو لپاره په امریکا باندې د دباو راوستل دي ځکه که چیرې په دغو دوو عربو هیوادونو باندې د وسلو خرڅول بند نشي د یمن جنګ به دوام ولري.

کمال خرازي د وروستي اوربند  د خلاف ورزۍ موردونو ته په اشارې سره وویل که چیرې یو لوری په کامل ډول په خپلو ژمنو عمل ونکړي او د شوي موافقې خلاف ورزۍ وکړي نو اوربند به بې ګټې وي.