د درستو ظالمانه بندیزونو ختمول د ایټمی خبرو اصلی موخه ده
د ایران د اسلامی جمهوریت دخارجه وزارت ویندوي ووئیل د ایران د ملت او حکومت په ضد دبندیزونو بشپړ لغوه کیدا،د ایران او د جامعې نړیوالې ایټمي موافقې د لاسلیک کونکو لورو ترمینځ دروانو خبرواترو اساسی موخه ده.
ناصر کنعاني نن په خبري کنفرانس کې د ایران په ضد دظالمنانه بندیزونو دلغوه کولو دخبرو اترو د ترټولو وروستي بهیر په باب ووئیل، ایران ددې لپاره چې دبندیزونو دختمولو ا و د جامعې نړیوالې ایټمی موافقې او د خبوراترو سره په ارتباط کې خپل مسئولانه اوژمن رول ولوبوي، خپلې لیدتوګې ئې په دې زمینې کې بیا د د خبرواترو غږملونکي ته منتقلې کړي او په دې ارتباط ،د مقابلو لورو او په تیره بیا دامریکائي حکومت د ځواب دترلاسه کولو په تمه دی.
د ایران د خارجه وزارت ویندوي ددې خبرې په کولو سره چې په خبرواترو کې د خارجه وزارت ترټولو مهم فرمان دضمانت اخستل دي ووئیل؛ هره موافقه او پيښه چې وشي ،که کوم تضمین نه وي ،نو د خلاف ورزۍ ئې بیا امکان شته دی.
هغه په دوام کې د ایټمي انرژۍ له نړیوال آ ژانس سره دملګرتیا د دوام په باب ددې خبرې په کولو سره چې د ۲۰۱۵کال په جمع بندۍ کې د ایران دایټمی فعالیتونو سوله ایز ماهیّت او د جامعې نړیوالې ایتمی موافقې ترسره کیدا تاظيد شوه ،روښانه کړه ، دتضمین موضوع دوه دلیلونه لري،یوه وجه ئې دبندیزونو دلغوه کیدا تضمین دی څو ایران په بشپړ ډول له اقتصادي ګټو برخمن شي او بل بحث له سیاسی چلنده دایټمی انرژۍ دنړیوال آژانس لیرې ساتل دي،ځکه دا موضوع د خنډونو د رامینځةکیدا سبب کیږي.د ایران د خارجه وزارت ویندوي د اوکراین برحان او د انرژۍ په زمینې کې د اروپایانو مشکلاتو ته په اشارې سره ووئیل، که په ویانا کې موافقې ته ورسیږو،نو ایران داروپائی هیوادونو لپاره د انرژۍ دتامین یو لوي ظرفیّت کیدلی شي.