د ایران فیصلې د امریکا پر انتخاباتو اغیزې شیندي
سردار حسین سلامي د هیواد دپوهنتونونو د بسیجي استازانو په یوه سمینار کې چې پرون ترسره شوی ووئیل، امریکا هره هغه نقشه چې ئې لري، په سیمې کې ئې نشي پلی کولی،اوپه یقین سره پخپلو نقشو کې ماته خوري.
د اسلامی انقلاب دسپاه پاسدارانو عمومی قوماندان ټینګار وکړ ، نن سبا دایران داسلامی جمهوریت سیاسی فیصلې ، دامریکا په انتخاباتو کې ټاکونکی رول لري او د سپینې ماڼۍ برخلیک دامام خمینی له حسینیې څخه اغیزمن دی .
سردار حسین سلامي د هیواد دپوهنتونونو د بسیجي استازانو په یوه سمینار کې چې پرون ترسره شوی ووئیل، امریکا هره هغه نقشه چې ئې لري، په سیمې کې ئې نشي پلی کولی،اوپه یقین سره پخپلو نقشو کې ماته خوري.
ایرناخبری آژانس راپور ورکړ، سردار حسین سلامی زیاته کړې ،په ډيرو ټیکنالوجیو کې په لومړي لمبر یوو او حتی ځیني زبرځواکونه د ایران دوسلو اخستونکي شوي دي او د ګډو ملګرتیاؤ وړاندیز کوي او د هوافضادفاعي سسټم په زمینې کې د نړۍ لابرلاسه قدرتونه مو هم له مونږ وروسته پاتې دي.
هغه ددې خبرې په کولوسره چې په ایران کې د پردَیو دنظامونو پلارینه میراث وخت ختم شوی دی،ووئیل، دا ټول په دې دلیل دي چې پرَدیو ته مو تمه دارې سترګې نه دي نیولي او له پرَدیو څخه دامیدونو ختمول ، دقدرت اوپیاوړتیا سبب کیږي.
دسپاه پاسدارانو قوماندان ووئيل ،نن سبا ماډرن مخه نیونکي سسټمونه او ټيکنالوجۍ کاروو ځکه قدرتمند یوو او دجنګ په اړه هیڅ اندیښنه نه لرو. سردار سلامي ټينګار وکړ،که بندیزونه دوام وکړي ،نو خپه کیږو نه ، ځکه د پرَدیو ملاتړ ته تمه نه لرو.