پاکستان ته د ایران د ګازو صادرات بایکاټ نه دي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i120726-پاکستان_ته_د_ایران_د_ګازو_صادرات_بایکاټ_نه_دي
په اسلام اباد کښې د ایران سفیر په بیلابیلو برخو کښې د پاکستان او د ایران تجارتي ظرفیتونو ته په اشارې سره وویل ایران پاکستان ته د ګازو د صادرولو لپاره له هیڅ ډول بایکاټ سره نه دی مخامخ.
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Sep 07, 2022 15:05 Asia/Kabul
  • پاکستان ته د ایران د ګازو صادرات بایکاټ نه دي

په اسلام اباد کښې د ایران سفیر په بیلابیلو برخو کښې د پاکستان او د ایران تجارتي ظرفیتونو ته په اشارې سره وویل ایران پاکستان ته د ګازو د صادرولو لپاره له هیڅ ډول بایکاټ سره نه دی مخامخ.

په پاکستان کښې د ایران سفیر سید محمد علي حسیني د پاکستان له حکومتي خبري اژانس ای پي پي(APP) سره په مرکه  کښې له ایران څخه پاکستان ته  د ګازو د صادریدا لپاره هیڅ ډول بایکاټ نشته او پاکستان کولای شي د ګازو د  انتقال د پروژې زر تر زره بشپړولو سره د خپلې انرژۍ د ضرورتونو د پوره کولو لپاره د ایران له بالقوه وسونو څخه په کامل ډول استفاده وکړي.

حسیني له پاکستان سره د متقابلو تجارتي ملګرتیاو د ډیرې پیاوړتیا لپاره د ایران د اسلامي جمهوریت د ګروهنې په اعلانولو سره وویل په بیلابیلو برخو کښې د پاکستان له دوست او ګاونډي هیواد سره د دوه اړخیزه اړیکو په پیاوړتیا او ژورتیا کښې هیڅ ډول محدودیت نشته.