امریکا باید له شکمنو ټکو ډډه وکړي چې موافقې ته ورسیږو
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i120784-امریکا_باید_له_شکمنو_ټکو_ډډه_وکړي_چې_موافقې_ته_ورسیږو
زمونږ خبریال وايي د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان وویل:امریکا باید په متن کښې د شکمنو ادبیاتو له کارولو واټن واخلي چې په تر ټولو لنډ مکمن وخت کښې موافقه نتیجې ته ورسیږي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Sep 08, 2022 23:29 Asia/Kabul
  • امریکا باید له شکمنو ټکو ډډه وکړي چې موافقې ته ورسیږو

زمونږ خبریال وايي د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان وویل:امریکا باید په متن کښې د شکمنو ادبیاتو له کارولو واټن واخلي چې په تر ټولو لنډ مکمن وخت کښې موافقه نتیجې ته ورسیږي.

د ایران د باندنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان او د چین خارجه وزیر او د حکومتي شورا غړي« وانګ یي»  په ټیلي فوني تماس کښې د دوه اړخیزه ، سیمه ییزو او د نړیوالو مسائیلو  او د بایکاټونو د ختمیدا د خبرواترو په هکله د نظرتبادله او خبرې وکړې.

د ایران خارجه وزیر زیاته کړه مونږ ښې ، قوي او پایداره موافقې ته د رسیدا لپاره اوس هم جدي یوو خو امریکا باید د موافقې په متن کښې د شکمنو ټکو له کارولو واټن واخلي چې په تر ټولو لنډ وخت کښې موافقه نتیجې ته ورسیږي.

د چین خارجه وزیر وانګ یي هم د ډیرو سیمه ییزو او نړیوالو موضوعګانو په هکله د ایران او د چین د ګډو لیدتوګو په اشارې سره د استانه په  فرمټ کښې د چین د ګډون لپاره د ایران د لوري د ملاتړ قدرونه وکړه او په سوریې کښې د ارامښت او د ثبات د ټینګیدا لپاره د فعال رول د لوبولو لپاره یې د خپل هیواد چمتو والی اعلان کړ.

هغه په نړیوال ډګر کښې د یواړخیزپالنې په ردولو او په اټومي خبرو کښې د ایران د منطقي غوښتنو په ملاتړ کولو سره قانوني حقونو ته رسیدل د ایران حق وباله.