د ایران د اهل سنتو کاروان حسیني اربعین ته روان شوی
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i120786-د_ایران_د_اهل_سنتو_کاروان_حسیني_اربعین_ته_روان_شوی
زمونږ خبریال وايي د محبین ال رسول صلی الله علیه واله وسلم کاروان چې د ټول ایران د اهل سنتو شخصیتونو له څو ډلو جوړ دی عراق ته روان شو.
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Sep 09, 2022 04:14 Asia/Kabul
  • د ایران د اهل سنتو کاروان حسیني اربعین ته روان شوی

زمونږ خبریال وايي د محبین ال رسول صلی الله علیه واله وسلم کاروان چې د ټول ایران د اهل سنتو شخصیتونو له څو ډلو جوړ دی عراق ته روان شو.

پرون د ایران د اسلامي جمهوریت له بیلابیلو ولایتونو څخه د اهل سنتو د شخصیتونو او د علماو څو ډلې په خپله خوښه د حسیني اربعین په مراسمو کښې د ګډون لپاره عراق ته روانې شوې.

په دغه کاروان کښې د ایران د سیستان و بلوچستان، د خراسان رضوي ، د خراسان شمالي ، د ګلستان، کردستان او د اذربایجان غربي اهل سنت وروڼه شامل دي.

نجف اشرف او کربلا ته په ورتلو سربیره په کاظمین کښې شتون او د سلیمانیه له اهل سنتو علماو سره کتنه او د جمعې په لمانځه ګښې ګډون او د کوفې جومات ته ورتلل د ایران د اهل سنتو وروڼو د کاروان نور پروګرامونه دي.

ګڼ شمیر مسلمانان او د نورو دینونو پیروان له تیرو څو کلونو راهسې د حضرت امام حسین علیه السلام د شهادت اربعین ته په پاتې څو ورځو کښې په پلي ډول له نجف اشرف ښار او د عراق له نورو ښارونو  څخه  ځانونه په کربلای معلی کښې د امام حسین علیه السلام زیات ته رسوي.

د شهیدانو سلار حضرت امام حسین علیه السلام د خپل ځان او د خپلې کورنۍ او د خپلو وفاداره ملګرو د قربانۍ په ورکولو سره د تل لپاره اسلام  ژوندی کړ او خلکو ته یې د ازادۍ پیغام ورکړ.