ایران د اروپايي ټرائیکا نارغنده خبرپاڼې ته غبرګون وښود
د ایټمي موافقې(برجام) غړو دریو اروپايي هیوادونو(بریطانیې، فرانسې او جرمني) په یوې بیانیې کښې له ایران سره د ایټمي مذاکراتو په هکله خپلې ادعاوې تکرار کړې
د ایران د خارجه وزارت ویاند د دریو اروپايي هیوادونو غیررغنده بیانیې ته په غبرګون کښې دغو هیوادونو ته سپارښتنه وکړه چې د ډیپلماټیک بهیر د خرابولو مرحلې ته د داخلیدو پر ځاې دې د نظرونو د پاتې لږو اختلافاتو د هواري په لړ کښې د حل لارې په وړاندې کولو سره لافعال رول ولوبوي.
د ایټمي موافقې(برجام) غړو دریو اروپايي هیوادونو(بریطانیې، فرانسې او جرمني) په یوې بیانیې کښې له ایران سره د ایټمي مذاکراتو په هکله خپلې ادعاوې تکرار کړې.
دغو دریو اروپايي هیوادونو چې د برجام د اجرا په ټول دوران کښې یې پر خپلو ژمنو سترګې پټې کړې وې، ادعا وکړه: هغه وخت چې یوې موافقې ته په نزدې کیدو وو ایران داسې بیل مسائل دوباره وڅیړل چې د ایټمي وسلو د پراختیا د مخنیوي تر تړون NPT او هم داشان د ایټمي انرجۍ له نړیوال آژانس سره د شوې د څارنې تر موافقې لاندې په ضروري قانوني ژمنو پورې اړونده دي.
په دغې بیانیې کښې د ایران ځمکې ته د بال د راوړلو لپاره د هلوځلو په تکرار سره لیکل شوي دي: دغې غوښتنې په دې وروستیو کښې د برجام په هکله یوې کامیابې نتیجې ته د رسیدو لپاره د ایران په نیت او ژمنې کښې جدي شکونه رامینځته کړي دي.
د ایرنا د خبر له مخې د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند ناصر کنعاني بیګا د دغې خبرپاڼې په غبرګون کښې وویل: ډیره د خواشینۍ او حیرانتیا خبره ده چې په داسې حالاتو کښې چې د مذاکراتو د فاینل کولو لپاره سفارتي تعاملات او د لورو ترمینځ د پيغامونو تبادله روانه ده، درې اروپايي هیوادونه په یو انحرافي اقدام کښې داسې بیانیه صادروي.
کنعاني د بندیزونو د ختمولو د موافقې د فاینل کولو لپاره د ایران د اسالمي جمهوریت ښه نیت او جدي هوډ ته په اشارې او د دې خبرې په یادولو سره چې د وروستي پړاؤ په شمول په ډیرو مراحلو کښې د مذاکراتو پرمختګ د ایران د نوښتونو او آیډیاؤ په برکت ترلاسه شوی دی، اروپايي لورو ته د هغو دریمګړو لورو له فضا جوړونو د اغیزمننې په هکله چې له اول څخه د مذاکراتو د بهیر مخالف وو او اوس هم په پوره توان سره له ماتې سره د مذاکراتو د مخامخ کولو په تکل کښې دي، خبرداری ورکړ.
هغه زیاته کړه: د خواشینۍ خبره ده چې دریو اروپايي هیوادونو په دغې نه سنجول شوې بیانیې سره د خبرواترو د ناکامۍ په لړ کښې د صهیونیسټي رژيم په لاره ګام ایښی دی او جوته ده چې د دغه شان کړنلارې د دوام په بڼه کښې باید د هغې د پایلو مسئولیت هم ومني.
ناصر کنعاني ټینګار وکړ چې ایران لاهم د موافقې د فاینل کولو هوډ او پوره چمتووالی لري او په دې باور دی چې که ضروري اراده موجوده وي او او له بهرنیو دباؤنو له اغیزمنیدو ځان وساتل شي نو موافقې ته د چټکې رسیدنې امکان شته دی.