اربعین د اسلامي ټولنې د وحدت بیلګه دی
Sep 11, 2022 12:12 Asia/Kabul
ایرنا خبري اژانس وايي د ایران د کورنیو چارو وزیر احمد وحیدي وویل:حسیني اربعین په سترې اسلامي ټولنه کښې د وحدت او د اتحاد بیلګه دی.
هغه نن د تمرچین د سرحد د کتنې په وخت له خبریالانو سره په مرکه کښې په حسیني اربعین کښې د میلیونونو خلکو ګډون ته په اشارې سره وویل د حسیني اربعین په لاریون کښې د اهل سنتو فعال ګډون او د زیارتوالو د خدمت کولو لپاره د سټالونو جوړول ډیر ارزښمن اقدام او په هغو ټولو کسانو باندې باطل مهر دی چې د تفرقې د رامینځته کولو هڅه کوي.
احمد وحیدي په دې خبرې سره چې په حسیني اربعین لاریون کښې د ایران د خلکو اتحاد نړیوال استکبار لړزولی دی وویل له حضرت حسین علیه السلام سره عشق او د ایران د ملت مقاومت په حسیني اربعین کښې راښکاره شو.
ټیګونه