عراق کښې بم چاودنې یوڅلویښت کسان مړه او ژوبل کړي
ایرنا خبري اژانس وايي د ایران د سرې میاشتې مشر پیر حسین کولیوند وویل د رارسیدلیو راپورونو پراساس د عراق د بابل ولایت په شوملي ښار کښې د پیټرولو په پمپ کښې په یوه ګاډي کښې بم چاودنه وشوه چې له کبله یې تراوسه یولس کسان مړه شوي او دیرش نور ژوبل شوي.
هغه وویل د ایران د سرې میاشتې امبولانسونه د پیښې په ځاې کښې حاضر دي او د مرستې رسولو عملیات دوام لري.
کولیوند په دې خبرې سره چې په ژوبلو کسانو کښې ایرانیان هم شته وویل د وژل شویو کسانو هویت او ملیت معلوم نه دی او د مړو او د ژوبلو کسانو د هویت له معلومیدا وروسته به بشپړه اطلاعات اعلان شي.
د ایران د ایلام ولایت د هلال احمر ټولنې مدیر عامل غلامرضا علیمحمدي هم وویل چې د یوه ګاډي د تیلو په ټینکې کښې د چاودنې له کبله د پیټرولو د پمپ په محدوده کښې په دریو نورو ګاډو کښې هم سختې چاودنې کیږي.
هغه وویل دغه پیښه سخته ده او معلومه نه ده چې په دغه پیښه کښې څومره ایرانیان او څومره عراقیان وژل شوي خو په پریکنده د ایران زیارتوال پکښې شته.