ایران د لبنان د ملت حقیقي دوست دی
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i120926-ایران_د_لبنان_د_ملت_حقیقي_دوست_دی
العهد خبري سایټ راپور ورکړ د لبنان د حزب الله د اجرايي شورا مشر سید هاشم صفي الدین وویل:د ایران اسلامي جمهوریت د لبنان د ملت حقیقي دوست دی او تراوسه یې د لبنان له ملت سره د مرستې لپاره بیلابیل وړاندیزونه کړي دي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Sep 12, 2022 00:43 Asia/Kabul
  • ایران د لبنان د ملت حقیقي دوست دی

العهد خبري سایټ راپور ورکړ د لبنان د حزب الله د اجرايي شورا مشر سید هاشم صفي الدین وویل:د ایران اسلامي جمهوریت د لبنان د ملت حقیقي دوست دی او تراوسه یې د لبنان له ملت سره د مرستې لپاره بیلابیل وړاندیزونه کړي دي.

هغه پرون وویل ایران د صنعت او د بریښنا په  تولید او نورو زمینو کښې یو وسمن هیواد دی او دا حقیقي دوستۍ ده چې ایران  خپلې دروازې یې د لبنان له ملت سره د مرستې لپاره خلاصې کړي دي.

هاشم صفي الدین وویل سوریې هم د لبنان پرمخ خپلې دروازې خلاصې کړي دي خو ځینې هیوادونه نه غواړي دغه دروازې خلاصې شي.

د لبنان د حزب الله دغه نامتو غړي هاشم صفي الدین په هیواد کښې ځینو لورو ته په اشارې سره وویل هغه عقل چې زمونږ له منطق سره مقابله کوي بیمار او شاته پاتی عقل دی او نه غواړي چې لبنان اباد شي.

هغه وویل مونږ له مخکې څخه خبر یوو چې دغه کسان لبنان نه ابادوي او اصلا نه پوهیږي چې هیواد په کوم ډول جوړیږي.

د لبنان د حزب الله د اجرايي شورا مشر هاشم صفي الدین وویل دغه لوري هیڅ تاریخ نلري، د دوې تاریخ او مخینه له جنګ رامینځته کولو او ورانیو او له دوښمن او فتنې سره ملګرتیا کول او د فتنې رامینځته کول دي په همدې خاطر له هغوې څخه د هیڅ ښیګڼې تمه نلرو هماغه ډول چې له دوښمن سره د مقابلې په وخت کښې مو له دوې څخه د مرستې انتظار نه درلود د لبنان د ابادولو او له کړکیچ څخه د وتلو لپاره د دوې د مرستې تمه نه کوو.