کنعانی:
په البانیې د سایبري حملې تور ردوو
د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو د وزارت ویاند تاکید وکړ چي د سایبري حملې په هکله د البانیا تورونه ردوو.
د البانیې چارواکو د امریکې د غلیمانه سیاستونو په تعقیبولو سره، په ایران باندې د سایبرې بریدونو د تر سره کولو تور لګولي دي.
په ۲۰۱۳ میلادي کال کې له عراق څخه د منافقینو د ترهګرې دلې له وتلو وروسته، امریکا او ناټو دغه ترهګره ډله البانیې ته ولېږدول چي له هغه ځایه د ایران په ضد خپلو غلیمانه اقداماتو ته دوام ورکړي.
دغه ترهګره ډله هر کال د امریکې او نورو لوېدیځو هیوادونو د جګپوړو چارواکو په بللو سره، د ایران ضد کلنۍ غونډه د البانیې په پلازمینه تیرانا کې تر سره کوي، خو سږ کال د دغو ترهګرو غونډه په امنیتي دلایلو لغوه شوه.
د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو د وزارت ویاند ناصر کنعاني په اوونیزه خبري ناسته کې وویل: ایران خپله د سایبري بریدونو قرباني ده، او په ځلونو سایبري بریدونه پرې شوي دي خو سره له دې هیڅ یو هیواد د غبرګون په ښودلو سره، ایران سره ملګرتیا نه وکړه.
کنعاني د اروپایي ټرویکا د هیوادونو د بیانیې په هکله، وویل: دغه ناوړه اقدام په یوه نامناسب وخت کې تر سره شوی، د ایران اسلامي جمهوریت د رغنده کړچار لپاره هڅه کوي او دا تمه یې لرل چي مقابل لوري هم رغنده کړچار غوره کړي.
د ایران د خارجه وزارت ویاند د ایران د ایټمي فعالیتونو په هکله وویل: د ایټمي انرجیو نړیوال اژانس په ۲۰۱۵ میلادي کال کې د ایران د ایټمي فعالیتونو سوله ایز توب تائید کړ، اژانس باید په خپلو مسئولیتونو عمل کړې وای، باید د صهیونیستي رژیم د تورونو پر بنیاد کړچار ختم کړي او ځان د داسي یو رژیم له فشارونو خلاص کړي چي په هیڅ یو نړیوال چوکاټ کې رسمیت او غړیتوب نه لري.