د ایران او نړی ورځپاڼو ته کتنه :-
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i121008-د_ایران_او_نړی_ورځپاڼو_ته_کتنه
د تهران راډیو د اینټرنیټ پاڼې قدرمنو لوستونکو زمونږ سلامونه ومنئ اوس به د ایران او نړیوالو ورځپاڼو ته کتنه وکړو هیله ده چې د لوستلو فرصت یې ولرئ.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Sep 14, 2022 06:36 Asia/Kabul
  • د ایران او نړی ورځپاڼو ته کتنه :-

د تهران راډیو د اینټرنیټ پاڼې قدرمنو لوستونکو زمونږ سلامونه ومنئ اوس به د ایران او نړیوالو ورځپاڼو ته کتنه وکړو هیله ده چې د لوستلو فرصت یې ولرئ.

نن لومړۍ له تهران څخه خپریدونکي کیهان ورځپاڼه لولو.

په حسیني اربعین کښې وحدت نندرې ته وړاندې شوی او د عراق د کربلا د والي مرستیال عقیل الفتلاوي وویل د حسیني اربعین زیارتوال چې کربلا ولایت ته ورغلي دي د څه د پاسه اتیا ملیتونو خلک دي او څه د پاسه شل میلیونه خلک په دغه پرتمینه لاریون کښې ګډون لري.

د اوکراین دفاع وزیر الکسي رزنیکوف وویل کي یف له روسیې سره په جنګ کښې په دې خبرې پوه شو چې نور په خپلو لویدیځو متحدانو اعتماد ونلري او د هغوې ژمنو ته خوشحاله نشي.

په جاپان کښې د اوکیناوا سیمې نوي والي «ډني تاماکي» چې څه موده مخکې د دوهم ځل لپاره په انتخاباتو کښې بریالی شوی یوځل بیا ټینګار وکړ چې دغه سیمې ته د امریکا د پوځي اډې انتقالیدل باید بند شي.

رویټرز خبري اژانس په یوه راپور کښې ویلي دي چې د امریکا په میڼه سوټا ایالت کښې  کابو پینځلس زره نرسانو د معاشونو د کموالي او د روغتونونو د درملنې د کادر یعني د کسانو د کمښت او د کار د دباو په زیاتیدا باندې اعتراض کښې کاربندیز وکړ.

د اسرائیلو رسنیو وویل چې د امریکا جاسوسۍ ادارې سي ايي ای صهیونیسټ رژيم ته خبرداری ورکړی دی چې د لبنان حزب الله غورځنګ پوځي اقدام ترسره کولو ته تیار دی.

د صهیونیسټ رژیم رسنیو ویلي دي چې د امریکا سي ايي ای استخباراتي ادارې  دغه رژیم ته پیغام ورکړی دی چې د لبنان د حزب الله ګواښونه کاملا جدي دي او دغه غورځنګ بشپړه تیارسی دی.

د امریکا د عدلیې وزارت د پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ د دوو سلاکارانو په شمول د هغه څلویښتو نږدې کسانو ته  عدالت ته د حاضریدا حکم ورکړی دی.

د انګلستان پولیس په سلطنتي  نظام باندې اعتراض کونکي کسان نیسي او هغه زندان کوي.

د انګلستان امنیتي ځواکونه او پولیس په سلطنتي نظام باندې په اعتراض کونکو باندې حملې کوي او هغوې نیسي.

د اسرائیلو هیوم ورځپاڼې وویل اسرائیل نور د ژوند کولو ځای نه دی.

د فلسطین په نیواکو سیمو یعني اسرائیلو کښې د ناامنۍ، سیاسي بې ثباتۍ او زیاته ګرانۍ او د معاشونو کموالی سبب شوی چي صهیونیسټان نور د تل لپاره له دغو سیمو د وتلو په فکر کښې ووسي او په نیواکي فلسطین کښې د ژوند کولو په دوام باندې مهاجرت ته ترجیح ورکړي.

د اذربایجان جمهوریت او د ارمنستان چارواکو د یوې سختې نښتې خبر ورکړی او ویلي یې دي چې دواړو لورو ته سخت ځاني او مالي تاوانونه رسیدلي دي.

()

ګرانو لوستونکو اوس به د تهران چاپ د اطلاعات ورځپاڼې مهم سرټکي درسره شریک کړو.

د فلسطین د  حماس غورځنګ د سیاسي دفتر مشر اسماعیل هنیه او د دغه غورځنګ مهمو مشرانو چې د روسیې له چارواکو سره د ډيپلوماټیکو خبرو اترو لپاره ماسکو ته ورغلي دي په روسیې کښې د ایران له سفیر کاظم جلالي سره کتنه او خبرې وکړې.

د ملګروملتونو امنیت شورا په دې خبرې باندې ټینګار سره چې د یمن لپاره پوځي حل لاره نشته له استعفا شوي حکومت او انصار الله ولسي غورځنګ څخه وغوښتل چې په یمن کښې د دائمي اوربند د ټینګیدا لپاره هڅه وکړي.

د عراق الحشد الشعبي ولسي ځواک په تیرو څو ورځو کښې د څوم ځل لپاره د حسیني اربعین د زیارتوالو پرضد ترهګرې دسیسې او بریدونه شنډ کړي دي .

په افغانستان کښې د   ملګروملتونو ځانګړي راپورټر «ریچارډ بنت» واک ته له رسیدا وروسته په هیواد کښې د انساني حالاتو او د بشري حقوقو د حالت د ډیر خرابیدا خبر ورکړ.

هغه د بشري حقوقو د شورا په غونډه کښې د اقتدار ګرایۍ په لړ کښې د افغانستان د حرکت کولو او د افغانستان د ښځو او انجلیو په ځپل کیدا باندې ټینګار سره د طالبانو د واکمنۍ په رودې او تفکر کښې د بنیادي بدلونونو د  رامینځته کیدا غوښتنه وکړه.

د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زلنسکي وویل چې د دغه هیواد ځواکونو د سپتمبر د میاشتې له لومړۍ نیټې تراوسه پورې د روسیې تر کنټرول لاندې شپږزره مربع کلومیټره ځمکه  ازاده کړي ده.

د امریکا ولسمشر جوبایډن په بوسټن هوايي ډګر کښې په یوې وینا کښې وویل امریکا د چین په مقابل کښې د خپلې برترۍ د له لاسه ورکولو په حال کښې ده.

د یمن د پارلمان مشر یحیی الراعي په یوې وینا کښې په دې خبرې سره چې په یمن کښې وروستي پوځي رسم ګذشت یعني پوځي پریډ دوښمانان شوکه کړل وویل سعودي عربستان هیڅکله د یمن د ملت دوست نه و او نه دی.

د مصر حکومت هم د سیمې د نورو عربو هیوادونو په پیروۍ کولو سره له قطر سره خپلې اړیکې چې د قطر د سیمه ییزو سیاسي لیدتوګو او د اخوان المسلمین څخه د «دوحې» د ملاتړ په وجه د اختلافاتو له رامینځته کیدا وروسته څو کاله سړې شوي وې ښې کړي دي او په همدې لړ کښې د مصر ولسمشر عبدالفتاح السیسي قطر ته ورځي.

خبرو سرچینو د افغانستان د طالبانو او د امریکا ترمینځ د خبرو اترو او د افغانستان د نیمايي کنګل شویو پیسو له ازادولو سره د واشنګټن د موافقت خبر ورکړ.

امریکا واک ته د طالبانو له رسیدا وروسته د افغانستان کابو لس(۱۰) میلیارډه ډالره کنګل کړي دي چې دغه چاره په افغانستان کښې د اقتصادي ځوړتیا او د خلکو د بې روزګاره کیدا او د شیانو د بیو د ډیرې زیاتیدا سبب شوي ده.

()

قدرمنو ملګرو اوس به د ځینو نړیوالو ورځپاڼو سرټکي ولولو.

نړیوالو ورځپاڼو د افغانستان په حالاتو باندې تبصرې کړي دي.

د بریتانیا ګارډین ورځپاڼه د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګروملتونو د ځانګړي راپور ورکونکي ریچارډ بینیټ وروستیو څرګندونو ته په اشاره سره لیکي، د ملګروملتونو یو کارپوه په داسې حال کې په افغانستان کې د ښځو او نجونو د حیرانونکې ځپنې راپور ورکوي چې د افغانستان لپاره د ملګروملتونو مرستندویه ماموریت يا یوناما طالبان د خپلو څو ښځینه افغان کارکونکو په ځورولو تورن کړي دي.

ګارډین ورځپاڼه  لیکي، یوناما په وروستۍ اعلامیه کې ویلي چې، درې ښځینه کارکونکې یې چې د دې سازمان لپاره یې په افغانستان کې کار کاوه، په وروستیو کې د طالبانو د وسله‌والو کسانو له‌خوا د لنډې مودې لپاره نیول شوي او ورڅخه تحقیقات شوي دي.

یوناما دغه اقدام په افغانستان کې د ملګروملتونو د ښځینه کارکونکو په وړاندې د ځورونې یوه راڅرګندېدونکې بېلګه بللې ده.

د ګارډین ورځپاڼې په لیکنه ملګروملتونو په فوري توګه د دا ډول کړنو د پای ته رسېدو غوښتنه کړې او د طالبانو له چارواکو یې غوښتي چې د نړیوالو قوانینو په رڼا کې دې د دې سازمان د ټول پرسونل د امنیت د خوندیتوب په اړه کړې ژمنې عملي کړي.

خو طالبانو د دې سازمان د افغان کارکونکو د نیولو خبره رد کړې ده.

ګارډین ورځپاڼه مخکې لیکي، دا پېښه داسې مهال رامنځ ته شوې چې د افغانستان د بشری حقونو په اړه د ملګروملتونو ځانګړي راپور ورکونکي ریچارډ بینیت ویلي چې، د ښځو او نجونو د حقونو جدي سرغړونه، د مخالفینو او منتقدینو غچ اخیستونکي ځپل او د طالبانو له‌خوا د بیان پر ازادۍ بندیز د یو استبدادي او ظالم حاکمیت څرګندونه کوي.

()

د امریکا  فارین افیرز مجلې په دې پوښتنې سره چې ایا واقعاً په افغانستان کې د اوږدې مودې کورنۍ جګړه پای ته رسېدلې؟ یوه تحلیلي لیکنه خپره کړې ده.

فارین افیرز لیکي، یو کال مخکې په افغانستان کې ډیموکراتیک حکومت ړنګ شو او د مجلې په لیکنه له افغانستانه په سپکاوي او بې شرمۍ سره د امریکا د پوځي او ملکي پرسونل وتل او د شاوخوا سل زره افغانانو ایستل لا هم د واشنګټن او متحدینو لپاره یوه دردونکې مسله ده.

د فارن افیرز مجلې  په لیکنه اوس چې طالبان پر افغانستان واکمن شوي، د تاوتریخوالي کچه په ټول هېواد کې د پام وړ کمه شوې، خو د ښځو حقونه، د رسنیو ازادي او د هغو کسانو امنیت چې د افغانستان د پخواني حکومت ملاتړ یې کړی، هم زښت زیات کم شوی دی.

د افغانستان د بشري حقونو په اړه د ملګروملتونو ځانګړي راپور ورکونکي ریچارډ بینیت تېره ورځ د ملګروملتونو د بشري حقونو د شورا ۵۱مې غونډې ته وویل چې، په اوس وخت کې افغانان د بشري حقونو له یوه جدي بحران سره مخامخ دی او داسې ښکاري چې نړۍ یې په حل کې پاتې راغلې ده.

فارین افیرز وړاندې لیکي، په افغانستان کې د رامنځ ته شوي نوي حالت په اړه ډېرې پوښتنې مطرح کېږي.

ایا نړیواله ټولنه باید طالبان په رسمیت وپېژني؟ ایا ډیپلوماسي یا د بندیزونو لګول به طالبان مجبور کړي چې خپل دریځ بدل کړي؟ ایا د طالبانو تر واکمنۍ لاندې یو نوی نړیوال ګواښ د را ټوکېدو په حال کې دی؟

دا هغه پوښتنې دي چې پر افغانستان د تېر کال په اګست کې د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې نړیواله ټولنه ورسره مخامخ ده.

()

د تهران راډیو د اینټرنیټ پاڼې عزتمنو لوستونکو د ایران او نړیوالو ورځپاڼو ته کتنه ختمه شوه نور له تاسو اجازه غواړو خوښ وسئ.