د ایران او ازبکستان تر مینځ د همکاریو ۱۷ سندونه لاسلیک شول
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i121048-د_ایران_او_ازبکستان_تر_مینځ_د_همکاریو_۱۷_سندونه_لاسلیک_شول
د تهران او تاشکند تر مینځ د ملګرتیاو د ۱۷ سندونو د لاسلیکېدو مراسم د دواړو هیوادونو د ولسمشرانو او وزیرانو په حضور کې د سمرقند په تاریخي ښار کې تر سره شو.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Sep 15, 2022 01:49 Asia/Kabul
  • د ایران او ازبکستان تر مینځ د همکاریو ۱۷ سندونه لاسلیک شول

د تهران او تاشکند تر مینځ د ملګرتیاو د ۱۷ سندونو د لاسلیکېدو مراسم د دواړو هیوادونو د ولسمشرانو او وزیرانو په حضور کې د سمرقند په تاریخي ښار کې تر سره شو.

د ایران او ازبکستان تر مینځ د همکاریو یادې موافقې د سوداګریو، اقتصادي فعالیتونو، ټرانزیټ، فرهنګي مبادلاتو، ګمرکاتو  او روغتیایي ډګرونو کې لاسلیک شوي دي.

په دغه مراسم کې د دواړو هیوادونو د وزیرانو له لوري د همکاریو د موافقې تر لاسلیک وروسته، د دواړو هیوادونو ولسمشران هم یوه ګډه بیانیه صادره کړې چي پکښې د تهران او تاشکند تر مینځ د اړیکو په پراختیا باندې ټینګار شوی دی.

تېره ورځ د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر سید ابراهیم رئیسي د یو پلاوی په مشری سمرقند ته لاړ څو د شانګهای د همکاریو د غړو هیوادونو د مشرانو په غونډه کې برخه واخلي.