د شانګهای په سازمان کې د ایران د غړیتوب یادښت لاسلیک شو
د ایران د اسلامي جمهوریت وزیر خارجه حسین امیر عبداللهیان د شانګهای د همکاریو د سازمان له سرمنشي ژانګ مینګ سره په ناسته کې د ایران د دائمي غړیتوب یادښت لاسلیک کړ.
د ایران خارجه وزیر د دې په بیانولو چي د شانګهای په سازمان کې د غړیتوب اسناد پارلمان ته لېږدول شوي، وویل: تمه لرو چي په چټکی سره په یاد سازمان کې د ایران د غړیتوب چارې بشپړه شي.
هند ، قزاقستان ، چین ، قرقیزستان ، پاکستان ، روسیه ، تاجیکستان او ازبکستان هیوادونه د شانګهای د همکاریو د سازمان غړي دي ، افغانستان ، بیلاروس او مغولستان هم د دغې موسسې څارونکي غړي او اذربایجان و ارمنستان ، کمبوډیا ، ترکیه ، نیپال او سریلانکا هم د هغې د خبرو اترو د شریکانو په توګه بلل کیږي .
د دغه سازمان د غړیو هیوادونو د اقتصاد اندازه شل ټریلیون ډالره اعلان شوی چی د تیرو شلو کلونو په نسبت ۱۳ برابره شوی ده .
د نړۍ د انرژۍ تر ټولو ستر تولیدونکی یعنی روسیه او د نړۍ د انرژۍ تر ټولو ستر مصرونکې یعنی چین د دغه سازمان غړي دي . ایران هم د تیلو او ګازو په زمینه کې ډیرې عظیمې سرچینې لري چی د روسیې تر څنګ د شانګهای د غړیو هیوادونو د اقتصاد بشپړونکی کیدلې شی .
د دغه سازمان مهم هدف د سیاسي او اقتصادی ملګرتیاو پراختیا او په سیمه کی د امنیت و سولې او ثبات ساتل دي .