د ایټمي موافقې د راژوندې کولو مخې ته هیڅ جدي خنډ نشته
د ایران د خارجه وزارت ویاند وویل: د برجام موافقې په احیا کښې جدي خنډ نشته او کوم بحثونه چې د ایټمي انرجۍ نړیوال آژانس مطرح کوي، د سیاسي دوسیو جوړونې له امله دي
د ایران د خارجه وزارت ویاند ناصر کنعاني چافي ایسنا خبري آژانس ته په مرکه کښې، په دې هکله د ځینو نظرڅرګنونو په ردولو سره چې ګني د ایټمي موافقې دوباره فعالیدو ته امید او هیله کمه شوې ده، څرګنده کړه: د ایران اسلامي جمهوریت چمتو دی چې کوم موضوعات چې د ایټمي انرجۍ نړیوال آژانس مطرح کوي هغه په یوې رغنده ملګرتیا کښې وڅیړي ترڅو دوسیه بنده شي او یو ضمانت هم رامینځته شي چې دا موضوع د موافقې د اجرا په بهیر کښې دوباره د یو خنډ په توګه راڅرګنده نه شي.
هغه زیاته کړه: د ایټمي انرجۍ له نړیوال آژانس سره د ایران د اسلامي جمهوریت ملګرتیاوې تل مثبتې او مخ په وړاندې ملګرتیاوې پاتې شوې دي او ایران د هیوادونو په ایټمي فعالیتونو باندې د اصلي څارونکې مرجع پّ توګه د آژانس د تخصصي او مسلکي موقعیت پر ساتنې ټینګار لري.
د ایران دغه سفارتکار د وروستیو کلونو بدلونونه او د ایټمي انرجۍ د نړیوال آژانس سیاسي بیانیې د هغو هیوادونو د هلوځلو له امله وبللې چې د آژانس فني او تخصصي موقعیت یې د سیاسي مسائلو او نظریاتو په بنیاد خراب کړ.
د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند په دې خبرې سره چې د یوې لانجمنې نړیوالې دوسیې په توګه د ایران د اسلامي جمهوریت د صلحه ایزې ایټمي دوسیې پرانستل په سیاسي کړنلارې سره ترسره شوي دي، ټینګار وکړ: د ایران د اسلامي جمهوریت نظر دا و چې له آژانس سره ملګرتیا د هغو شکونو له ختمولو سره مرسته کوې شي چې نورو په سیاسي انګیزو رامینځته کړي دي او په هم لید سره مخته تلی دی.