د واکمنې شورا بیانیه نارغنده ده
د ایټمي انرجۍ په نړیوال آژانس کښې د ایران استازي د ایران په هکله د واکمنې شورا بیانیه غیررغنده وبلله
د ایټمي انرجۍ د نړیوال آژانس د پرون مازیګر په غونډه کښې ۵۶ هیوادونو چې ۲۳ یې د آژانس د واکمنې شورا غړي وو، د ایران خلاف یوه خبرپاڼه خپره کړه او تهران یې د ملګرو ملتو له ایټمي څارونکي ارګان سره په ملګرتیا نه کولو تورن کړ.
دغه بیانیه چې امریکې او دریو اروپايي هیوادونو یې وړاندیز کړی او ایران د څارنې په لړ کښې د ایټمي انرجۍ له نړیوال آژانس سره په ملګرتیا نه کولو تورنوي، د جرمني د نماینده نمایند ولوستله.
د ایراني ضده بیانیې له لوستل کیدو سره سره د ایران د ایټمي پروګرام په هکله د واکمنې شورا پرونۍ غونډه د پریکړه لیک له صادرولو پرته پاې ته ورسیدله.
د ویلو ده چې د آژانس د واکمنې شورا غونډه له تیرې دوشنبې څخه د ملګرو ملتو په اروپايي مرکز کښې روانه ده.
د ایټمي انرجۍ په نړیوال آژانس کښې د ایران استازي محسن نذیري اصل د واکمنې شورا په غونډه کښې د ایران د موضوع له ختمیدو وروسته په ویانا کښې د ایران د راډیو او تیلیویژن له خبریال سره په مرکه کښې وویل: د واکمنې شورا په غونډه کښې د ایران د موضوع په هکله د افریقايي او د لاتینې امریکې د هیوادونو د غږملولو لپاره د امریکې او اروپا کوشش ګټه ور نه کړه.
هغه په دې خبرې سره چې د ایټمي انرجۍ د نړیوال آژانس واکمنه شورا سیاسي اهداف لري، څرګنده کړه: داسې مهال چې د ایټمي موافقې د راژوندې کولو مذاکرات نتیجې ته په رسیدو دي، واکمنه شورا د داسې غیررغنده خبرپاڼې په خپرولو سره موافقې ته په رسیدو کښې خنډ اچوي.