صیهونیسټ رژیم تل نړیواله سوله اوامنیت ګواښي
نن د ستمبر ۱۶ نیټه د صیهونیسټ رژیم وینه بهونکی او د هغه د ملګرو په لاس د بیروت په جنوب د صبرا او شتیلا په کیمپونو کې د فلسطیني کډوالو د درې ورځنی قتل عام له پیلیدا څلویښت کاله تیریږي او دا د دغه جالی رژیم نه لومړنې جنایت وو او نه وروستې
د ایرنا له راپور سره سم د ایران د خارجه وزارت ویندوي ناصر کنعاني چافي د صبرا او شتیلا په کیمپونو کې د فلسطیني کډوالو پرضد د صیهونیسټ رژیم د جنایتونو څلویښتنمې کلیزې ته اشاره وکړه او ویې ویل نن د ستمبر ۱۶ نیټه د صیهونیسټ رژیم وینه بهونکی او د هغه د ملګرو په لاس د بیروت په جنوب د صبرا او شتیلا په کیمپونو کې د فلسطیني کډوالو د درې ورځنی قتل عام له پیلیدا څلویښت کاله تیریږي او دا د دغه جالی رژیم نه لومړنې جنایت وو او نه وروستې .
د ایران د خارجه وزارت ویندوی جوته کړه د صیهونیسټ توکم پال رژیم اساس په تیری ، جنایت ، د نړیوالو او بشري حقوقو په ښکاره خلاف ورزیو کیښودل شوې دې او تل به د نړیوالې سولې او امنیت ګواښونکې وي .