د کال شعار
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i121224-د_کال_شعار
هغه یوه مسله چی د پوه بنسټه شرکتونو په رونق موندلو سره به پوره شی ، په بیلا بیلو صنعتی او اقتصادي برخوکې د ماهرانو ، اختراع کونکیو او نوښتګرانو څخه استفاده ده
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Sep 19, 2022 11:12 Asia/Kabul
  • د کال شعار

هغه یوه مسله چی د پوه بنسټه شرکتونو په رونق موندلو سره به پوره شی ، په بیلا بیلو صنعتی او اقتصادي برخوکې د ماهرانو ، اختراع کونکیو او نوښتګرانو څخه استفاده ده

«««««««««««««««««««««««««««««««««

د پوه بنسټه شرکتونو تر ټولو مهم ظرفیت له پوهه ځوانانو استفاده بللې شو . د پوه بنسټه شرکتونو یوه مثبته ځانګړنه په دې حوزه کې د باسواده ځواک روزګار دې . د دغې حوزې روزګار د هغوپوهه او باسواده کسانو روزګار دې چی د خپل شاوخوا چاپیریال د بدلولو وړتیا لري . په ایران کې څه د پاسه څلور میلیونه محصلین په زده کړو بوخت دي او څه د پاسه ۱۴ میلیون باسواده ، ځوان او انګیزره لرونکي کسان د سترو کارونو ترسره کولو ته چمتو دي . په پوه بنسټه اقتصاد کې معلومات او پوهه اساسی اهمیت لري .دغه تعریف ته په پام سره داسې ښکاری چی باسواده انساني ځواک په پوه بنسټه اقتصاد کې مهم رول لري . دې ته په پام سره چی د هیواد د بیکارانو ستره برخه د پوهنتونونو فارف التحصیلان دي ، ویلې شو چی ایران د انساني ځواک له نظره په پو ه بنسټه برخه کې ستر پوټینشل لري . د هیواد ځوان او باسواده نفوس د ایران داسلامي جمهوریت د نظام یوه مهمه پانګه ده . د هیواد ۴۴ فیصده بیکاران د کرهڼې فارغ التحصیلان دي . د تولید پوه بنسټه کیدا په لومړیو کې د ماهرو او باسواده بیکارانو د جذب سبب شوی دي .

««««««««««««««««««««««««««

د ترسره شویو تحقیقاتو په اساس د اکثره ځوانانو له نظره د کار د پیدا کولو مهم خنډ د کاری فرصتونو کموالې دې چی د نفوسو د ودې د لوړې اندازې په دلیل د کاری ځواک زیات وړاندی کول دي . د همدغې پلټنې نتیجې ښی چی دیر ځوانان باوری دي تحصیلات او زده کړه د روزګار د اسانتیا سبب نه کیږی .

خو پوه بنسټه شرکتونه دغه تشه او خنډ لیرې کولې شي .

حقیقت دا دې چی د رهبرۍ ستر مقام په دغو لسو کلونو کې هڅه درلوده تر څو اقتصاد په غالبو خبرو بدل کړي او په دې نتیجه کې دغه موضوع په ټولنه کی په یوه کلتور بدله شی او ټول خلک له خپلو ټولو ظرفیتونو د هیواد د اقتصادي ودی اووړتیا لپاره استفاده وکړی ځکه چی پوه بنسټه له هر څه زیات یو کلتور دې چی دغه کلتور باید په هره برخه کې په نظر کې ونیول شی .

د پوه بنسټه تولید په اساس د روزګار یو امتیاز دا دې چی بالقوه او بالفعل ظرفیتونه د ټولنې د ځوانو نفوسو ترکیب ته په پام سره ډیر زیات دي .

په طبیعی توګه د هیواد له انساني پانګو او پوهانو مناسبې استفادې نه کول د هیواد د سرچینو د ضایع کیدا او تباه کیدا په معنا دي . له دې امله د دغو وړتیاو د ودې  فرصتونو رامینځته کول او د هغو له وسونو استفاده هغه لاره ده چی له پوه بنسټه شرکتونو په ملاتړاو پراختیا سره  تحقق پیدا کوی . په پوهې موضوع تاکید چی په نن پورې اړه نلری  او له کلونو مخکې دا ټینګار موجود وو ، د پوهه او انساني ظرفیتونو په دلیل اسللامی ایران ترې برخمن دې . دغه تاکید د انقلاب د دوهم ګار په بیانیه کی د رهبرۍ د ستر مقام د کړچار په دوام کې دی چی ځوانان یې خپل اصلی مخاطبان ګرځولي دي .

په ځوانانو تکیه د دې په ترڅ کې د هیواد مختلفې برخې له انساني انفعال لیرې کوی او نوی تفکرات او فعال انساني ځواک مختلفو برخو ته ورکاږي ، د هیواد د ځوانانو پرضد ددښمن له نرم جنګ په تیره بیا ایرانی پوهه ځوانانو د جذبولو لپاره د هغو هلې ځلې شنډوي . په همدې لړ کی د اسلامی انقلاب معظم لارښود د ۱۴۰۰ کال د لړم په ۲۶ د هیواد د لوړو علمي وړتیاو او ځوان پوهانو سره په کتنه کې وفرمایل د ایران ملت د پوهانو بالقوه ملت دی او په همدې علت له ډیر وخت راهیسې د استعمارپالو د سپکونکي نرم جنګ هدف ګرځیدلې دې تر څو خپلې وړتیاوې او وسونه هیر کړی او حتی منکر شی او ستر دروغ مونږه نشو کولې ، ومني .

««««««««««««««««««««««««««««

هغه یوه مسله چی د پوه بنسټه شرکتونو په رونق موندلو سره به پوره شی ، په بیلا بیلو صنعتی او اقتصادي برخوکې د ماهرانو ، اختراع کونکیو او نوښتګرانو څخه استفاده ده . د پوه بنسټه شرکتونو رونق د هیواد له ځوانو پوهانو ، هوش  او نبوغ په استفادې سره د روزګار د رامینځته کولو او د مغزو د فرار د مخنیوی لپاره بهترین فرصت دې . د نړیوالو معیارونو په اساس په هر هیواد کې د پوه بنسټه اقتصاد ظرفیت د پوهانو د شمیر په اساس پیژندل کیږی .

په عمومي اندازو کې دغه شمیر په پوهنتونی زده کړو سره ۵ فیصده کسان بلل کیږی . پر دې اساس د ایران دپوهنتونونو د اوسنیو زده کړه کونکیو اندازه کابو لس میلیون اټکل کیږی ، د هیواد په پوه بنسټه برخه کې هم  د فعالیت په ظرفیت سره د پوهانو شمیر نیم میلیون دی چی دا شمیر په راتلونکی کی ده برابره زیاتیدلې شي . د اسلامی انقلاب معظم لارښود په دې باره کی فرمایی مونږه په هیواد کی ماهران ، پوهان ، پوه بنسټه شرکتونه او نوښت ګر کسان ډیر لرو او دا په هر هیواد کې د اقتصادي بیخ بیناییو مهمه برخه ده یعنی د یوه هیواد لپاره مهمه اقتصادی بیخ بیا د انسانی ځواک شتون دې . که مونږه دغه ټکی ته پام وکړو ، په طبیعی توګه تر شتمني د علم څرخې په تیره بیا په هغو برخو کې چی ګټه لري ، په لاره واچول شی او دوام به پیدا کړی .

«««««««««««««««««««««

 

د انساني ځواک لوړتیا او له باسواده ایرانی ځوانانو استفاده هغه بله ډالۍ ده چی د پوه بنسټه شرکتونو د پرمختګ او پرانستلو سبب به شی . د رهبرۍ ستر مقام فرمایی یو بل ټکی چی د پوه بنسټه تولید اود دغه اشکال په ځواب کی چی   پوه بنسټه له روزګار رامینځته کولو سره په تعارض کې دې ، د انسان په ذهن کی راځی ، دا دې  چی مونږه که تولید پوه بنسټه کړو، په حقیقت کی شاغل انسانی ځواک  ته مو لوړتیا ورکړه ، یعنی څوک راځی په پوه بنسټه کې کار کوی ؟زمونږ باسواده ځوان . نن دیر ډیر باسواده ځوانان چی یوه لوړه فیصدی لری ، په داسې څانګو کې کار کوی چی د هغو له څانګو سره هیڅ ارتباط نلري ، دا یو ستر اشکال دې ، دا په حقیقت کی یو ډول بیکاری ده . زحمت یې ویستلې دې  ، سبق یې وهلې دې ،  پیسه یې لګولی ده ، عمر یې لګولې دې خو له هغه استفاده نه کیږی ، دا یو ډول بیکاری ده . کله چی مونږه پوه بنسټه شرکتونه پراخ کړو ، دا ټول ځوانان به کار ته حذب شي او د انساني ځواک کیفیت به زمونږ کاری  کیفیت سبب شي ، پوهاتن راځی کار کوی او نور زمونږ پوهان مجبوره ندي چی په کم ارزښته خدماتی کارونو ته مخه کړی او ورته پام وکړی .

پر دې اساس پوه بنسټه روزګار د هیواد د مهمې پانګې د ساتلو سبب کیږی یعنی پوه  او کارنده انسانی ځواک ، د پایداره روزګار د رامینځته کولو زمینه او همداراز راتلونکی ته هیله رامینځته کوی . هغو دلایلو ته په پام سره چی په تیرو پروګرامونو کی یادشوی دی ، داسې ښکاری چی په ایران کی په پوه بنسټه برخه کی پانګونه د پوهنتونی فارغ التحصیلانو لپاره له روزګار سره سره د اقتصادي پراختیا سبب هم شي .