د ایران ولمسشر امریکایي رسنۍ سره په مرکه کې:
له تضمین پرته موافقه بې معنا ده او په درد نه وهي
د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر یوې امریکایي رسنۍ سره، په مرکه کې ویلي چي د امریکایانو د پرلپسې خلافورزیو د امله، له تضمین پرته هر ډول موافقه د ایران لپاره بې معنا ده.
د اسلامي ایران ولسمشر سید ابراهیم رئیسي د امریکې سي بي اس خبري چېنل سره په مرکه کې تاکېد کړی چي ایران د یوې ښې او منصفانه موافقې په ترلاسه کولو کې جدی دی خو باید موافقه کې له امریکې څخه د نه وتلو تضمین واخیستل شي.
رئیسي وویل: امریکایانو په ځلونو له خپلو وعدو څخه خلافورزي کړي نو ځکه ایران په امریکې باندې باور نه شي کولای ولي چي تر دې مخکې یې ترخه تجروبه درلودلې ده.
هغه له ایټمي انرجیو څخه د ایران د سوله ایزي استفادې په هکله جوته کړې چي ایټمي انرجۍ په درملنه، کړهنې، تېل او ګاز صنعت کې رول لوبوي.
د ایران ولسمشر د لوېدیځو له لوري د ایټمي بم د جوړلو د ادعا په هکله وویل: په ځلونو مو د هغوی دغو ادعاګانو ته ځواب ویليو دا بې بنیاده تورونه دي، اسلامي جمهوریت په ځلونو اعلان کړي چي ایټمې وسلې یې په دفاعي ډکټرین کې ځای نه لري.
هغه د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران د قدس د ځواکونو د قومندان شهید سردار قاسم سلیماني باندې د ناځوانانه ټرور په اړه وویل: د سردار سلیمانی د وژلې حکم د امریکې د مخکني حکومت او د ټرامپ له لوري، یو غیرانساني جنایت وو.
هغه همدارنګه د ملګرو ملتونو په غونډه کې د امریکې له ولسمشر جوبایډن سره د احتمالي ملاقات د ګنګوسو په اړه وویل: د ایران حکومت د امریکې له ولسمشر سره، په خبرو اترو او لیده کاته هیڅ باور نه لري او بې له ګټه یې بولي.
رئیسي د دې په بیانولو چي فلسطینیان د فلسطین اصلي استوګني دي، وویل: د فلسطین خلګ یو حقیقت دی، لیکن اوس بې ځایه شوي او له خپل پلرني ټاټوبي څخه شړل شوي دي او امریکا هم د اسرائیل د جعلي رژیم له دغو جنایاتو ملاتړ کوي.
د ایران ولسمشر یادونه وکړه چي هغه هیوادونه کوم چي له صهیونیستي رژیم سره د اړیکو د رغولو په لټه کې دي، د دغه تیری ګر رژیم په جنایاتو کې ونډه لري او شریک بلل کیږي.