د مقدسې دفاع دوران دې هیر نه کړی شي
د ایران د وسله والو ځواکونو لوې درستیز وویل: نه پریښودل کیږي چې د مقدسې دفاع ویاړمن دوران هیر کړی شي
سردار محمد باقري نن د ایران خلاف د عراق د بعث رژيم د تپلي جنګ د پیلیدو د دوه څلویښتمې کلیزې په درشل کښې د اسلامي انقلاب له معظم رهبر سره د مقدسې دفاع د جنګیالیو په کتنه کښې زیاته کړه: مقدسه دفاع د ایراني ولس د هویت، امنیت، عزت او پرتم ضمانت ورکونکې وه.
جنرال باقري وویل: د ایران په ولس باندې تپل شوی ستر جنګ د خدای تعالی په فضل او د حضرت امام خمیني(رح) په مشرۍ او د شهیدانو د وینې په برکت د اسلامي ایران د عزت او پرمختګ د هلوځلو د دوام لپاره په یوې سترې خزانې او تل پاتې پانګې بدل شو.
د ایران د وسله والو ځواکونو لوې درستیز څرګنده کړه: د سپیڅلې دفاع په دوران کښې څومره ډیرې او سترې سختۍ وې چې په خدای تعالی او په خالصانه مجاهدتونو باندې په تکیې سره په سترو بریاؤ بدلې شوې.
د ویلو ده چې سبا یعنې د ستمبر ۲۲ دوویشتمه نیټه د ایران د اسلامي جمهوریت خلاف د عراق د بعث رژيم د تپلي جنګ د پیلیدو کلیزه ده چې ورسره د سپيڅلې دفاع اونۍ پیلیږي.