هغه کسان چی ځانونه دملت داغدار بولي په ننیو پیښو خوشحاله دي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i121346-هغه_کسان_چی_ځانونه_دملت_داغدار_بولي_په_ننیو_پیښو_خوشحاله_دي
معاندین او د نوی نفاق ډله چی نن په ظاهره ځان د ملت داغدار بولی ، هغه کسان دي چی دښمنان د بایکاټ سختولو او حتی په هیواد پوځی حملې ته لمسوي
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Sep 22, 2022 11:19 Asia/Kabul
  • هغه کسان چی ځانونه دملت داغدار بولي په ننیو پیښو خوشحاله دي

معاندین او د نوی نفاق ډله چی نن په ظاهره ځان د ملت داغدار بولی ، هغه کسان دي چی دښمنان د بایکاټ سختولو او حتی په هیواد پوځی حملې ته لمسوي

داسلامي انقلاب ساتندویه ځواک په یوه بیانیه کې په وروستیو ورځو کې د دښمنانو له پلان شوی دسیسې سره په ملګرتیا نه کولو کې د ایرانی ملت له ځیرتیا په قدرونې سره ټینګار وکړ معاندین او د نوی نفاق ډله چی نن په ظاهره ځان د ملت داغدار بولی ، هغه کسان دي چی دښمنان د بایکاټ سختولو او حتی  په هیواد پوځی حملې ته لمسوي .

د تهران د پولیسو د اطلاع رسونې مرکز د ستمبر په ۱۵ د پولیسو یوه مرکز ته له انتقالیدا وروسته د یوې ځوانې میرمنې د حالت د خرابیدا په اړه د خبر ونو په خپریدا پسې وویل میرمن مهسا امینی چی د سپیناوی او زده کړې لپاره د تهران د پولیسو یوه مرکز ته هدایت شوی وه ، د نورو هدایت شویو خلکو په ټول کې د هارټ اټیک په دلیل سملاسی د پولیسو په ملګرتیا سره د روغتون ایمرجنسی ته منتقل کړه خو له بده مرغه په روغتون کې وفات شوه .

د تهران څارنوال علی صالحی د میرمن مهسا امینی د وفات کیدا د خبر په خپریدا پسې د طبی اړخونو د جاج لپاره  د یوې ځانګړي کاري ډلې د جوړیدا خبر ورکړ .

سپاه پاسداران په دغه بیانیه کې د مهسا امینی له کورنۍ اوخپلو خپلوانو سره د خواخوږۍ په څرګندولو سره له قضاییه قوې غوښتنه کړی ده چی په حقیقی او مجازی فضا کې  اوازو جوړونکیو او دروغ ویونکیو سره چی د ټولنې روانی امنیت په خطر کې اچوي ، وپیژني او له هغو سره پریکنده ، عادلانه اوعبرت اخیستونکې چلند وکړي .