په ملګروملتو کې د ایران او امریکا ترمینځ پيغامونه مبادله شوي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i121822-په_ملګروملتو_کې_د_ایران_او_امریکا_ترمینځ_پيغامونه_مبادله_شوي
د ایران د خارجه وزارت وینندوي ټينګار کړی، ایران یوې ښې او پیاوړي موافقې ته رسیدا ته پابنده دی څو ښې او خوښې نتیجې ترلاسه شي او د نهائي جمع بندۍ متن ته د ایران ځواب ورکړل شوی دی.
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Oct 03, 2022 09:45 Asia/Kabul
  • په ملګروملتو کې د ایران او امریکا ترمینځ پيغامونه مبادله شوي

د ایران د خارجه وزارت وینندوي ټينګار کړی، ایران یوې ښې او پیاوړي موافقې ته رسیدا ته پابنده دی څو ښې او خوښې نتیجې ترلاسه شي او د نهائي جمع بندۍ متن ته د ایران ځواب ورکړل شوی دی.

د ایران داسلامی جمهوریت د خارجه وزارت ویندوی ناصر کنعاني  نن په خبری کنفرانس کې په دې خبرې کولو سره چې د ملګروملتو دعمومی اسمبلۍ غونډه د بندیزنو دختمونکو خبرواترو لپاره یو ښه فرصت ؤ ، ووئيل؛ د واسطو له لارې  ددغې ناستې په څنډې کې  د ایران او امریکا ترمینځ پیغامونه ردوبدل شوي دي.

ناصر کنعاني زیاته کړې،د نړیوالې ایټمي موافقې په خبرواترو کې د اروپائي  غږملونکي له لارې  هڅه هماغه راز دوام لري.

د ایران د خارجه وزارت وینندوي ټينګار کړی، ایران یوې ښې او پیاوړي موافقې ته رسیدا ته پابنده دی څو ښې او خوښې نتیجې ترلاسه شي او د نهائي جمع بندۍ متن ته د ایران ځواب ورکړل شوی دی.

  هغه په دغه خبري کنفرانس کې له فلسطینیو ماشومانو سره د پیوستون د ورخې د درنښت په ترڅ کې  هم ووئيل؛ صهیونیسټي رژيم تر دې دمه  دوه زره دوه سوه دیرش فلسطینی ماشومان شهیدان کړي دی چې ددغې ورځې د نومونې د اهمیّت ښودنه کوي.