دکابل د خونړۍ جمعې ژوبل کسان ایران ته منتقل شول
د طالبانو د درملنې او روغتیا وزارت استازي وویل مونږه له اسلامي ایران چی تل د افغانستان د خلکو په څنګ کې دې ، قدرونه کوو .
زمونږ خبریال راپور راکوی اسلامي ایران چی تل د افغانستان د خلکو په څنګ کې دې ، د ترهه ګرې حملې اته ژوبل شوي کسان د درملنې لپاره په یوه الوتکه کې ایران ته منتقل شول .
اسلامي ایران همداراز د کابل ښار د وروستۍ حملې د ژوبلو د درملنې لپاره د مرستو جوپه هم ورلیږلی وه .
د طالبانو د درملنې او روغتیا وزارت استازي وویل مونږه له اسلامي ایران چی تل د افغانستان د خلکو په څنګ کې دې ، قدرونه کوو .
د افغانستان رسنیو روغتوني سرچینو له قوله ویلي چې د سختو زخمونو له امله د تیرې جمعې ورځې د ترهګرې چاودنې د ځینو زخمیانو په مړینې سره، د کابل د دشت برچي په شیعه میشته سیمه کښې په کاج نومې ښوونیز مرکز باندې د حملې د مړو شمیر ۵۴ تنو ته رسیدلی دی.
د دغه رپورت له مخې د یادې چاودنې د زخمیانو شمیر هم ۱۱۲ تنه دی.
د ویلو ده چې تیره جمعه په کابل کښې شوې دغه ترهګره چاودنه له سختو کورنیو او نړیوالو غبرګونونو سره مخامخ شوې ده.
له بلې خوا د طالبانو د حکومت د معارف یا ښوونې وزارت په یوې خبرپاڼې کښې د شهیدانو کورنیو ته د تسلیت په ویلو سره له امنیتي ارګانونو وغوښتل چې د هیواد د تعلیمي مرکزونو د امنیت د تامینولو په لړ کښې ډیر کوشش او جدي پاملرنه وکړي.