ایراني لوبغاړی د فوټسال د ایشین چیمپین غوره لوبغاړی شو
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i122046-ایراني_لوبغاړی_د_فوټسال_د_ایشین_چیمپین_غوره_لوبغاړی_شو
د مسلم اولاد قباد په نامه د ایران د فوټسال د ملي ټیم لوبغاړی د ۲۰۲۲ کال د فوټسال د آسیا د ولسونو د اتلولۍ د غوره لوبغاړي په توګه انتخاب شو.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 09, 2022 01:52 Asia/Kabul
  • ایراني لوبغاړی د فوټسال د ایشین چیمپین غوره لوبغاړی شو

د مسلم اولاد قباد په نامه د ایران د فوټسال د ملي ټیم لوبغاړی د ۲۰۲۲ کال د فوټسال د آسیا د ولسونو د اتلولۍ د غوره لوبغاړي په توګه انتخاب شو.

د ایران پریس د خبر له مخې د ایران د فوټسال د ملي ټیم او هم داشان د اسپانیا د پالما کلب لوبغاړی مسلم اولاد قباد د آسیا د ۲۰۲۲ کال د فوټسال چیمپین شپ د بهترین لوبغاړي په توګه غوره شو.

د ایران د فوټسال د ملي ټیم کپتان حسین طیبي هم د ۱۰ ګولونو په کولو سره د دغو سیالیو د بهترین لوبغاړي په توګه غوره شو او د سرو زرو بوټ يې وګټه.

طیبي په ۲۰۱۴ او ۲۰۱۸ کلونو کښې هم په ترتیب سره د ۱۵ او ۱۴ ګولونو په کولو سره دغه عنوان ګټلی و.

د ایران د فوټسال ملي ټیم بیګا د فوټسال د ایشین چیمپین شپ په فاینل سیالۍ کښې د جاپان په وړاندې د ۲ په مقابل کښې په ۳ ګولونو ماتې وخوړله او د دغو سیالیو دویمه لوبډله شوه.