لویدیځ د ناروغانو په نسل وژنې سره له ایران څخه غچ اخلي
ایران پریس خبري اژانس وايي د ایران د اسلامي جمهوریت د حکومت ویاند علي بهادري جهرمي په خپلې ټویټر پاڼې کښې ولیکل لویدیځ هیوادونه د ناروغانو په نسل کشۍ سره له ایرانیانو انتقام اخلي.
هغه وویل د ایران اویا(۷۰) تالاسمي ناروغان په دیارلس سوه اوه نویم هجري لمریز کال، نوي بیماران په دیارلس سوه اته نویم هجري لمریز کال او دغه راز یوسل څلویښت ناروغان په دیارلس سوه نهه نویم هجري لمریز کال او تیر لمریز کال کښې د امریکا د بایکاټونو په وجه مړه شول.
هغه ولیکل د روان هجري لمریز کال د اټکل پراساس دوه سوه شل ناروغان د امریکا د ظالمانه بایکاټونو قرباني کیږي او په دغه شمیر کښې د بټر فلايي بیمارۍ د ناروغانو او د خاصو درملو د ضرورتمند ناروغانو شمیر زیاتیږي.
د امریکا خزانې وزارت د ظالمانه بایکاټونو په دوام کښې او په ایران کښې د بلواګرو په ملاتړ کښې د چټي تورونو پراساس د ایران د ارتباطاتو د وزیر او د کورنیو چارو د وزیر په شمول د ایران د څو چارواکو پرضد نوي بایکاټونه ولګول.
د امریکا خزانې وزارت هم په یوې بیانیې کښې نورو هیوادونو ته د ایران د تیلو د صادراتو لپاره د اسانتیا د وړاندې کولو په علت لس شرکتونه او یوه کشتۍ د ایران ضد بایکاټونو په فهرست کښې شامل کړل.