د ایران ولسمشر قزاقستان ته رسیدلی دی
(last modified Wed, 12 Oct 2022 23:55:09 GMT )
Oct 13, 2022 04:25 Asia/Kabul
  • د ایران ولسمشر قزاقستان ته رسیدلی دی

ایرنا خبري اژانس وايي د ایران ولسمشر ابراهیم رئیسي د یوه لوړرتبه سیاسي او اقتصادي پلاوي په مشرۍ په اسیا کښې د باور جوړونې د اقداماتو او د تعامل (سیکا» د کنفرانس د غړیو هیوادونو د مشرانو په شپږمه غونډه کښې د ګډون لپاره د قزاقستان پلازمینې استانه ته ورسید.

دا په سیکا  کانفرنس کښې د خپلې ولسمشرۍ په پړاو کښې د ایران د اسلامي جمهوریت د ولسمشر ابراهیم رئیسي لومړنی ګډون او په تیر یوه کال کښې د هغه نهم خارجي سفر دی.

قزاقستان ته په سفر کښې د ایران له ولسمشر ابراهیم رئیسي سره خارجه وزیر حسین امیر عبداللهیان او د ولسمشر د دفتر د سیاسي چارو مرستیال محمد جمشیدي ملګرتیا کوي.

د اسیا د باور جوړونې او د تعامل (سیکا) د مشرانو شپږمه غونډه نن د قزاقستان په پلازمینې استانه ښار کښې د ایران په ګډون سره پیلیږي.

حاضردمه سیکا اوویشت اصلي غړي لري او له پینځو نړیوالو او سیمه ییزو موسسو سره یوځاې اته هیوادونه د څارونکو په توګه شتون لري.