ځینو بلوه ګرو په بهرکې زده کړې کړي وې
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i122288-ځینو_بلوه_ګرو_په_بهرکې_زده_کړې_کړي_وې
د مهسا امیني د مړینې په پلمه په ایران کې د وروستیو بلوه ګانو رامینځته کیدا یو ځل بیا سبب شوه چی د اسلامي ایران بهرني دښمنان له هغو د ایران په داخلي چارو کی د لاس وهنې لپاره د فرصت او د بلوه ګانو د زیاتو لمسولو په توګه استفاده وکړي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 14, 2022 09:27 Asia/Kabul
  • ځینو بلوه ګرو په بهرکې زده کړې کړي وې

د مهسا امیني د مړینې په پلمه په ایران کې د وروستیو بلوه ګانو رامینځته کیدا یو ځل بیا سبب شوه چی د اسلامي ایران بهرني دښمنان له هغو د ایران په داخلي چارو کی د لاس وهنې لپاره د فرصت او د بلوه ګانو د زیاتو لمسولو په توګه استفاده وکړي .

د ایران دکورنیو چارو وزیر احمد وحیدي د دې خبرې په کولو سره چی ځینو بلوه ګرو په بهر کې زده کړې کړي وې وویل د ځینو بلوه ګرو په اکاونټونو کې پیسې راتللې .

د  مهسا امیني د مړینې په پلمه  په ایران کې  د وروستیو بلوه ګانو رامینځته کیدا یو ځل بیا سبب شوه چی د اسلامي ایران بهرني دښمنان له هغو د ایران په داخلي چارو کی د لاس وهنې لپاره د فرصت او د بلوه ګانو د زیاتو لمسولو په توګه استفاده وکړي .

په وروستیو بلوه ګانو کې د امریکا او ځینو اروپایی سیاسی مشرانو ، د هغو رسندویو او همداراز د لویدیځ د ملاتړو دښمنو فارسی رسندویود جاجولو په حال کې  له یوې غمجنې پیښې ناوړه استفاده وکړه او د ایراني ملت له حقوقو د ملاتړ په شعار سره یې له بلوه ګرو او د ملی امنیت ګډوډونکیو په ملاتړکې خپل پوره زور ولګوه ، په داسې حال کې چی د ایراني ملت په میلیونونو خلکو د هیواد په واټونو او میدانونو  له خپل نظام او هیواد په ملاتړ کې او له بلوې او بلوه ګر سره خپل پریکنده مخالفت اعلان کړ .