دترهه ګرو ملاتړو له بشري حقوقو د ملاتړ ادا غوره کړی ده
په داسې حال کې چی اروپایی اتحادیې د امریکا رژیم د ظالمانه او یواړخیزه بایکاټونو د اجرا له امله د میلیونونو ایرانیانو حقوقو پراخه خلاف ورزی کړی ده او هغو ترهه ګرو ته چی لاسونه یې د اولس زره بیګناه ایرانیانو په وینو ککړ دي ، پناه ورکړی ده او له هغو ملاتړ کوي ، له بده مرغه د بشری حقوقو د ملاتړ ادا غوره کړی ده او د لویدیځ د ملاتړ وړ بلوګانو په وړاندې د خلکو د امنیت ساتونکي بایکاټوی .
د ایران د قضاییه قوې د بشري حقوقود کمیټۍ منشی د اروپایی اتحادیې بایکاټی اقدام په غبرګون کې وویل له بده مرغه دترهه ګرو ملاتړو له بشري حقوقو د ملاتړ ادا غوره کړی ده .
د مهر خبری اژانس له راپور سره سم کاظم غریب ابادي په دې هکله په یوه ټویټ کې ولیکل په داسې حال کې چی اروپایی اتحادیې د امریکا رژیم د ظالمانه او یواړخیزه بایکاټونو د اجرا له امله د میلیونونو ایرانیانو حقوقو پراخه خلاف ورزی کړی ده او هغو ترهه ګرو ته چی لاسونه یې د اولس زره بیګناه ایرانیانو په وینو ککړ دي ، پناه ورکړی ده او له هغو ملاتړ کوي ، له بده مرغه د بشری حقوقو د ملاتړ ادا غوره کړی ده او د لویدیځ د ملاتړ وړ بلوګانو په وړاندې د خلکو د امنیت ساتونکي بایکاټوی .
په ایران کې مهسا امیني د مړینې په پلمه د وروستیو بلواؤ راپورته کیدا یو ځل بیا سبب شوې څو د ایران د اسلامی جمهوریت دښمنان ورڅخه د ایران په داخلی چارو کې د لاسوهنې او د لازیاتو بلواؤ ته دلمسونې لپاره د یوه فرصت په توګه استفاده وکړي.