د اروپایی اتحادیې نوی ایراني ضدبایکاټونه د امریکا په مځکه کې لوبه
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i122460-د_اروپایی_اتحادیې_نوی_ایراني_ضدبایکاټونه_د_امریکا_په_مځکه_کې_لوبه
د اروپایی اتحادیې ایراني ضد بایکاټونه چی په ایران کې له وروستیو بلواګانو سره د مقابلې په پلمه تصویب شوی ، باید له اسلامي ایران سره د مقابلې لپاره د امریکا په مشرۍ دلویدیځ د ګډې هڅې او د هغه د کمزوری کولو لپاره دچوکاټ په لړ کې وبلل شي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 18, 2022 11:54 Asia/Kabul
  • د اروپایی اتحادیې نوی ایراني ضدبایکاټونه د امریکا په مځکه کې لوبه

د اروپایی اتحادیې ایراني ضد بایکاټونه چی په ایران کې له وروستیو بلواګانو سره د مقابلې په پلمه تصویب شوی ، باید له اسلامي ایران سره د مقابلې لپاره د امریکا په مشرۍ دلویدیځ د ګډې هڅې او د هغه د کمزوری کولو لپاره دچوکاټ په لړ کې وبلل شي .

 

په ایران کې له وروستیو بلواګانود لویدیځ د ملاتړ په دوام کې اروپایی اتحادیې د ګل په ورځ د ایران د ارتباطاتووزیر ، د اخلاقي امنیت پولیس ، پولیس  او د سپاه سایبری برخې پرضد بایکاټونه اعمال کړل .

د اروپایی اتحادیې د بایکاټونو په  لیسټ کې چی د راوپایی اتحادیې د خارجه وزیرانو د موافقې وړ وګرځیده ، ۱۱ ایراني چارواکي او څلور اورګانونه شامل دي .

داروپایی اتحادیې د بیانیې په اساس د نویو بایکاټونو په حساب سره اوس د ایران پرضد د بروکسل د بشری حقوقو په  بایکاټونو کې ۹۷ کسان او ۸ اورګانونه شاملیږي . امریکا او انګلستان هم له دې مخکې او په ایران کې په وروستیو بلواګانو پسې په همدې پلمه د ایراني چارواکو او اورګانونو پرضد بایکاټونه لګولي دي .

د اروپایی اتحادیې د بهرنی سیاست مسول جوزف بورل پرون د نوموړی اتحادیې د خارجه وزیرانو په غونډه کې دبشري حقوقو د مسایلو په پلمه د ایران پرضد لګول شویو بایکاټونو ته اشاره وکړه او د خپلواکه هیوادونو په داخلي چارو کې د نه لاس وهنې د نړیوالو قوانینو په خلاف ورزۍ سره له بلوې سره د تهران د چلند د درولو غوښتنه وکړه .

د اروپایی اتحادیې ایراني ضد بایکاټونه چی په ایران کې له وروستیو بلواګانو سره د مقابلې په پلمه تصویب شوی ، باید له اسلامي ایران سره د مقابلې لپاره د امریکا په مشرۍ دلویدیځ د ګډې هڅې او د هغه د کمزوری کولو لپاره دچوکاټ په لړ کې وبلل شي .

اروپایی اتحادیې تل ایران پرضد د واشنګټن له غلیمانه اقداماتو د فرمانبردار په توګه ملاتړ کړی دی .

په عین حال کې د ایران پرضد د بروکسل د نویو بایکاټونو په اړه څو مسلې د پام وړ دي . لومړې دا چی د دغو بایکاټونو د تصویبیدا پلمه ، له پولیسو او نورو اورګانونو سره مقابله ده . که د اروپایی اتحادیې له نظره له بلوې سره مقابله غیرانساني او حتی غیرقانونی ده نو بیا دا پوښتنه مطرح کیږی چی په اروپایی هیوادونو په تیره بیا په فرانسه کې له اعتراضونواو واټیزو بلواګانو سره د پولیسو ځیږ چلند څرنګه توجیهوي ؟په حقیقت کې دا مسله د اروپا د دوه ګوڼی ماهیت ښودنه کوی .

دوهمه مسله دا ده چی اروپایی اتحادیې تراوسه په ځلونو په ایران په مختلفو پلمو اقتصادی  ، سیاسی او بشری حقوقو بایکاټونه لګولي دي او حتی په ځینو موردونو کې له ایرانه د ځینو اروپایی هیوادونو سفیران غوښتل شوي دي . په عین حال کی د دغه ډول اقداماتو په وړاندی د ایران پریکنده دریځ سبب شوی چی همدغه اروپایی هیوادونه په شرم او حتی التماس سره تهران ته خپل سفیران ورستنه کړي دي .

بله مهمه مسله په  ایراني ضد اقداماتو کې له واشنګټن د بروکسل پیروی ده چی په دې ډول اروپایان له دې پرته چی خپلو ګټو ته لومړیتوب ورکړي د امریکا له دریځونو ړوند ملاتړ کړی او د واشنګټن په ایراني ضد اقداماتو کې شریک شوی دي .په داسې حال کی چی د امریکا مخینې او سیاستونو ته کتنه ښی چی د واشنګټن لپاره چی تل یواړخیزپاله او خپلو ګټو پاللو سیاست تعقیبوي ، له اروپایانو اوزاری استفاده په یوې رویې بدله شوی او اروپایی اتحادیې لپاره هیڅ ارزښت ته ندې قایل . په دې ډول باید وویل شی چی د بشري حقوقو په پلمو د ایران پرضد اروپایی اتحادیې نوی بایکاټی لوبه له هماغه لومړیو په ماتې محکومه ده .