ایران دافغانستان د شرائطو دښه کیدا لپاره هڅو ته دوام ورکوي
حسن کاظمي قمي پخپل ټولنیز پیغام کې لیکلی دي،دغو لیدوکاتو په ملی او سیمه ایزو اړخونو کې د ثبات رامینځةکونکي بهیر او د افغانستان د خلکو د وضعیّت د ښه کولو لپاره رغنده بحثونه درلودل.
د افغانستان په چارو کې د اسلامی ایران د ولسمشر ځانګړي استازي د افغانستان په چارو کې د پاکستان د لومړي وزیر له ځانګړي استازي سره له لیدو وروسته ټينګار وکړ،ایران د افغانستان د شرائطو د ښه کولو لپاره خپلو هلوځلو ته دوام ورکوي.
دافغانستان په چارو کې د پاکستان د لومړي وزیر ځانګړي استازي محمد صادق خان چې د افغانستان د بدلونونو په باب د مشورو په موخې سره اسلامی ایران ته په سفر راغلی،پرون ناوخته ئې د ایران له خارجه وزیر حسین امیرعبداللهیان او د افغانستان په چارو کې د ایران د اسلامی جمهوریت د ولسمشر له ځانګړي استازي حسن کاظمي قمي سره لیده کاته وکړل.
ایرنا خبری آژانس راپور ورکړ،حسن کاظمي قمي پخپل ټولنیز پیغام کې لیکلی دي،چې دغو لیدوکاتو په ملی او سیمه ایزو اړخونو کې د ثبات رامینځةکونکي بهیر او د افغانستان د خلکو د وضعیّت د ښه کولو لپاره رغنده بحثونه درلودل.
کاظمي قمي زیاته کړې ده،بې شکه د سیمه ایزو ملګرتیاؤ دوام به مثبتې لارې چارې او نتیجې له ځان سره ولري. ایران به د مؤثرو هیوادونو او ګاونډیو ترڅنګ په افغانستان کې د ترهه ګرۍ په ضددمبارزې ، د ولس داقتصادي وضعیّت د ښه کولو ، دثبات د رامینځةکولو په خاطر خپلو هڅو او تعاملاتو ته دوام ورکړي.