د سپاه پاسدارانو دمځکني ځواک داقتدار مانوره په قدرت سره دوام لري
د سپاه پاسدارانو ددغه ځواک څارونکی او نقشو برابرونکو ډرونز هم د څارنې عملیات او د مانورې د سیمې دنقشو برابرولو بشبړ ماموریت په بریالیتوب سره اجرا کړ.
د ایران د اسلامی انقلاب د سپاه پاسدارانو دمځکني ځواک په مانورې کې جنګي ډرونز په دریمه ورځ په ارس سیمې کې د فرضي دښمن مورچلې په شیشت کې په راوستو سره تباه کړې.
د اسلامی انقلاب د سپاه پاسدارانو د مځکني ځواک مانوره د؛مقتدر ایران په شعار سره له دوشنبې ورځې د ایران په اردبیل او آذربایجان شرقي ولایتونو په شمال کې په ارس عمومي سیمې کې پیل شوي او تر درو ورځو پورې دوام مومي.
ایرنا خبری آژانس راپور ورکړ، ددغې مانورې په دریمه ورځ نن د مختلفو عملیاتو په ترسره کولو سره په ټاکل شوو سیمو کې شتون پیدا کړ او دغه راز ئې دپشتیبانۍ د لارو د غوڅولو په مقصد سره ددښمن مواصلاتي لارو او لوړو د نیولو مشق وکړ. او همداراز د سپاه پاسدارانو ددغه ځواک څارونکی او نقشو برابرونکو ډرونز هم د څارنې عملیات او د مانورې د سیمې دنقشو برابرولو بشبړ ماموریت په بریالیتوب سره اجرا کړ.