د بایکاټ دوام له بشري حقوقو د لویدیځ ریاکارانه ملاتړنورهم ښکاره کوي
د ایران خارجه وزیرښاغلی امیر عبداللهیان د دې خبرې په کولو سره چی بایکاټونه عادي خلک هدف ګرځوي او تاواني ډلو ته نور زیات تاوان رسوي ، تینګار وکړ د بایکاټ دوام له بشري حقوقو د لویدیځ ریاکارانه ملاتړ له ښکاره کوي .
د ایرنا له راپور سره سم امیر عبداللهیان په ټویټر کې ولیکل نن مې د ماشومانو د ملاتړ له مرکز په کتنه کې ولیدل چی غیرانساني بایکاټونو د دغو ماشومانو لپاره کوم دردناک کړاونه درلودلي دي .
امیر عبداللهیان په خپل ټویټ کې پوښتنه کړی ده ایا د دې وخت ندې رسیدلې چی د نړۍ مصلحان او بشری حقوقو مدعیان له ځانه وپوښتي د بشري حقوقو د شعارونو اود ای بی ناروغانو د پټیو د صادراتو او د خاصو ناروغانو د درملو ترمینځ څه ارتباط موجود دې ؟تاریخ به له مونږه پوښتنه وکړی چی په کوم لوری کې ولاړ یو ، ایا له شرم خالی ځواب لرو ؟