Oct 22, 2022 15:34 Asia/Kabul
  • ایران په خبرو کې امریکائي لوري ته هیڅ امتیاز نه ورکوي

امریکایان پخپل چلند او خبرو کې تضاد لري.درې ورځې مخکې مود امریکایانو له خوا پیغام ترلاسه کړی  او ایران  هم اعلان کړی دی چې د ایټمي انرژۍ دنړیوال آژانس تورونه باید حل شي. ایران داسلامی جمهوري نظام د سرو کرښو دساتنې او دمنطق په چوکاټ کې  حرکت کوي او د بندیزونو دلغوه کونکو خبرواترو کې  امریکائي لوري ته هیڅ ډول امتیاز نه ورکوي.

د ایران د اسلامی جمهوریت خارجه وزیر حسین امیر عبداللهیان نن په ایروان کې  دخبریالانو په ټول کې د ایران په ضد دظالمانه بندیزونو دلغوه کونکو خبرواترو د بهیر او د امریکائي چارواکو د هغو څرګندونو باب  چې وئيلي ئې دي دبندیزونو ختمونکي خبرې اترې له ایجنډا وتلی دي ،ووئيل؛ امریکایان پخپل چلند او خبرو کې تضاد لري.درې ورځې مخکې مود امریکایانو له خوا پیغام ترلاسه کړی  او ایران  هم اعلان کړی دی چې د ایټمي انرژۍ دنړیوال آژانس تورونه باید حل شي. ایران داسلامی جمهوري نظام د سرو کرښو دساتنې او دمنطق په چوکاټ کې  حرکت کوي او د بندیزونو دلغوه کونکو خبرواترو کې  امریکائي لوري ته هیڅ ډول امتیاز نه ورکوي.

امیر عبداللهیان ددې خبرې په کولو سره چې  امریکایان هڅه کوي، په ایران کې د  وروستیو شپو ورځو په مسئلو کې  د اور لمبې پورته کړي او په نفسیاتي اوسیاسی دباؤنو سره  غواړي په خبرواترو کې  امتیاز واخلی ،روښانه کړه ،په هیڅ ډول خبرو کې امریکائي لوري ته  هیڅ امتیاز نه ورکول کیږي.

د ایران خارجه وزیر همدرااز د ایران اوارمنستان ترمینځ دتجارتي  ملګرتیاؤ دزیاتیدا خبر ورکړ او وې وئيل،دتجارتي مبادلاتو د زیاتیدا لپاره  درې میلیارډډالري هدف  ټاکل شوی دی. هغه روښآنه کړه ، له نیکه مرغه د ایران او ارمنستان ترمینځ د  انرژۍ ،کرّهڼیزو چارو ، اود ګډو تولیداتو په زمینو کې ډير ښه فرصتونه  شته دي. چې تاجران له دغه ظرفیّته استفاده کولی شي.

 

ټیګونه